آفاق خبري آژانس؛ کابل: تر څلور کلنې انزوا وروسته روسیه نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ۷ مشورتي غونډې کوربه وه. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اسلامي امارت له څلور کلنې واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره په دې ناسته کې ګډون وکړ.
دغه راز په دې غونډه کې د روسیې، ایران، چین، پاکستان، هند، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان او قرغیزستان په ګډون د سیمې هېوادونو لوړپوړو استازو حضور درلود. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د دې غونډې په لړ کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په خاوره کې د درېیمو هېوادونو د نظامي اډو جوړول د نه منلو وړ وګڼل.
نوموړي دغه راز د افغانستان د بیارغاونې پر اړتیا او د دغه هېواد پر کنګل شویو شتمنیو د محدودیتونو پر لرې کولو هم ټینګار وکړ او د دغو شتمنیو د خوشې کولو او د افغانستان د اقتصاد او زیربناوو د ملاتړ په موخه د سیمې هېوادونو د مشارکت غوښتنه وکړه.
لاوروف په دې غونډه کې زیاته کړې: «موږ یو ځل بیا د لویدیځ هېوادونو د ترهګرۍ ضد پالیسیو کې د اصلاحاتو، د ضبط شویو شتمنیو بیرته راګرځولو، او د افغانستان له بحران وروسته بیارغونې مسؤلیت منلو او په تیرو لسیزو کې د دغه هېواد اقتصاد او زیربناوو ته د رسیدلي زیان جبران غوښتنه کوو. په افغانستان او د هغه ګاونډیو هېوادونو کې د هرې پلمې لاندې د دریمو هېوادونو د نظامي زیربناوو ځای پر ځای کول په بشپړ ډول د منلو وړ دي. د غیر سیمه ییزو لوبغاړو نظامي شتون کولی شي بې ثباتي او د نویو شخړو رامنځته کیدو لامل شي.»
ښاغلي لاوروف دغه راز له ترهګرۍ او د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې، د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید له کمېدو سره، بشري مرستې نه باید پر سیاسي مسایلو پورې مشروط وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام ویلي: «موږ اراده لرو چې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه کې همکاري پراخه کړو او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړو. په افغانستان کې د نشه یی توکو تولید له ۲۰۲۲ کال راهیسې ۹۰ سلنه کم شوی دی، چې دا د پام وړ پایله ده.»
د یادې غونډې په څنډه کې امیر خان متقي له سرګئي لاوروف سره لیدنه وکړه او دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. د دې خبرو اصلي چورلیز له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او سیمه ییز ټیکاو او امنیت د ملاتړ په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا وه.
دغه راز په دې غونډه کې د امنیتي، اقتصادي او زیربناو د پراختیا په برخو کې د هوکړو د پلي کیدو په اړه بحثونه وشولو څو د افغانستان د خلکو او سیمې لپاره ملموسې پایلې ولري. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې زیاته کړې: «داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې نشته؛ دوی له افغانستانه د باندې دي او اسلامي امارت د هغوی د له منځه وړلو په پار، د هېوادونو د همکارۍ له لټه کې دی.»
سرکئي لاوروف بیا په دې لیدنه کې ټینګار کړی: «موږ لېواله یو، چې زموږ افغان همکاران د مخدره توکو، ترهګرۍ او سازمان شویو جرمونو پر وړاندې مبارزې په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري او همداراز د افغانستان دولت وکولی شي د خپلو خلکو لپاره سولهییز او عادي ژوند جوړ کړي. په دې برخه کې زیاتې هوکړې ترلاسه شوې او زیات لیدلوري شته.»
د مسکو فارمټ د اوومې غونډې په څنډه کې امیر خان متقي په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې داعش او ترهګرې ډلې نشته او اسلامي امارت د هغوي د له منځه وړلو لپاره له نورو هېوادونو سره د همکارۍ په لټه کې دی.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر له سرګي لاوروف سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت به د بګرام هوایي اډې په ګډون هیڅ بهرنۍ اډې ته اجازه ورنکړي.
