مسوولینو ته د اسلامي امارت مشر سپارښتنه؛ خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړئ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله آخندزاده په مشرۍ کندهار کې د کابینې څلورمه غونډه ترسره او په دې غونډه کې د کابینې غړو ته سپارښتنه شوې، څو خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا او د شرعي نظام عملي کېدو او خلکو ستونزو هواري په برخه کې هلې ځلې وکړي.

د حمدالله فطرت په خبره، د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې د اسلامي نظام استحکام د دین په زده‌کړې سره راځي او زیاته کړې یې ده، چې خلکو ته باید دیني پوهاوی ورکړی ورکړل شي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي:« عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د اسلامي امارت د کابینې غړو ته د خپلو مسئولیتونو د ښه ترسره کولو،د شرعي نظام د ښه تطبیق، د خلکو د ستونزو د حل او په اخلاص سره د خدمت کولو په اړه مهمې توصیې او لازم هدایات وکړل.»

ښاغلی فطرت زیاتوي، چې د اسلامي امارت مشر همداراز سپارښتنه کړې، څو د خلکو پر فکري سمون کار وشي او هېوادوال باید د ناسمو افکارو او نظریو له تاثیره وساتل شي. شیخ‌ هبت‌الله آخندزاه د کابینې غړو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې په ټولو چارو کې د ﷲ تعالی په دین او مقدس شریعت منګولې ټینګې او همدا د هر څه لپاره اصل وګرځوئ.

حمدالله فطرت د کابینې غونډې په اړه همداراز زیاتوي: «د اسلامي نظام استحکام د دین په زده کړه سره راځي، کوښښ وکړئ خلکو ته دیني پوهاوی ورکړئ، د فکري سمون لپاره یې کار وکړئ، له بد اخلاقۍ څخه یې را وګرځوئ او د ناسمو افکارو او نظریو له تاثیره یې وساتئ، مذهب او عقیده ور وښایاست او په ټولو چارو کې د ﷲ تعالی په دین او مقدس شریعت منګولې ټینګي کړئ، همدا د هر څه لپاره اصل وګرځوئ، دا زموږ شرعي مسئولیت او د افغانستان د مسلمانانو غوښتنه ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د زمري په ۷مه کندهار کې د هرات ولایت د علماوو شورا له مسوولینو سره ناسته کې د علماوو پر جایګاه ټیګار کړی و او ویلي یې وو، چې خلک مکلف دي د علماوو اطاعت او همداراز علماء مکلف دي د حکومت او سیاست له لارې دین او شریعت عملي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *