د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر د څرګندونو په غبرګون کې وایي، چې په افغانستان کې د امریکايي بندیانو موضوع په اړه خبرې روانې دي. د امارت اسلامي ویاند هیله څرګنده کړې چې د دې ستونزې د هواري لپاره به یوه حللاره وموندل شي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، چې له امریکا سره په دې برخه کې خبرې دوام لري او تمه ده چې د دې موضوع لپاره مناسبه حللاره پیدا شي. د اسلامي امارت ویاند په دې اړه زیاته کړې: «په دې برخه کې له امریکا سره خبرې روانې دي او هیله ده چې یوه حللاره ورته وموندل شي.»
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر ډان برون تازه ادعا کړې، چې اسلامي امارت امریکا سره په خبرو کې، له بندیانو د فشار وسیلې په توګه کار اخلي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې موضوع په تړاو اسلامي امارت حساب ورکولو ته اړ کړي.
ډان برون په دې اړه زیاته کړې: «د افغانستان حکومت لا هم متحده ایالتونو او نورو هېوادونو سره خبرو اترو کې، له بندیانو د فشار وسیلي په توګه کار خالي. نړیواله ټولنه باید د دغو ناوړه لارو چارو په اړه د افغانستان حکومت ځواب ویلو ته اړ کړي.»
په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي چې اسلامي امارت او امریکا باید د اړیکو د پیاوړتیا لپاره له ډیپلوماټیکو لارو کار واخلي. دوی د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو تبادله، د متقابل تعامل لپاره مهم او د تاوتریخوالي کابو کلو په برخه کې اغېزمن ګام بولي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ په دې اړه زیاتوي: «اسلامي امارت او د متحده ایالاتو د حکومتونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه هڅې روانې دي. دا هڅې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، باور جوړونې او د ډیپلوماټیکو لارو د پراختیا لپاره ګټورې بلل کېږي. متحده ایالات هڅه کوي چې د سفر او اړیکو لپاره مناسبې لارې چارې برابرې کړي او په سیمه کې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې وساتي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی عیسی اسحاقزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «متحده ایالات او لوېدیځ هېوادونه پر خپلو غوښتنو ټینګار لري چې د افغانستان له خاورې د امریکا او د دوی متحدینو پر ضد هېڅ ډول افراطي یا ترهګریز پلانونه طرحه او عملي نه شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولو نیول شویو امریکايي وګړو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه. دغه وزارت د اسلامي امارت له لوري د امریکایانو نیول، د یرغمل نیونې ډیپلوماسي بللې وه او سخته نیوکه یې کړې وه.
