متقي د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د موندلو غوښتنه کړې

متقي له سره صلیبه په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو برخلیک معلومولو غوښتنه وکړه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له عمومي رییس پیر کراهنبول سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل، په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې ښاغلي متقي افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له فعالیتونو او کارکړنو مننه وکړه او له ښاغلي کراهنبول یې وغوښتل چې د نورو هېوادونو په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت په تشخیص کې مرسته وکړي.
په دې ناسته کې امیرخان متقي ویلي (د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د افغانستان د ناروغانو او معلولینو لپاره مرستې د لسیزو راهیسې د افغانانو لپاره د ویاړ، خوشحالۍ او قدردانۍ سبب شوې دي)

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړې چې پیر کراهنبول امیرخان متقي ته ډاډ ورکړی چې دغه کمېټه به د افغان بندیانو د موندلو او د هغوی کورنیو ته د معلوماتو رسولو بشردوستانه هڅې دوامداره وساتي.
د ضیا احمد تکل په وینا، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عمومي رئیس ویلي: (په افغانستان کې امنیت او ثبات راغلي او دا کمېټه به په پخوانۍ بڼه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.)
یاده دې وي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره نږدې همکاري لري.
دغه کمېټه په افغانستان کې اړمنو ته بېړنۍ او ضروري مرستې، د روغتیایي خدمتونه، او د اوبو رسولو او برښنا سیستمونو د بیارغونې، ساتنې او پالنې برخه کې له افغانانو سره مرستې کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد