له سیمهییزو ننګونو سره سره، وروستیو کلونو کې د کابل او دوشنبې ترمنځ اړیکې د تعامل نوي پړاو ته دننه شوې دي. تازه د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي په کابل کې د تاجکستان له سفير سره ليدنه کې د کابل او دوشنبې ترمنځ د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی او زياته کړې یې ده، چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د باور فضا بايد وساتل شي.
د تاجکستان سفير هم په دې ليدنه کې ویلي، چې هېواد يې له افغانستان سره پر ګډه پوله مهمو اقتصادي پروژو باندې کار کوي. د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو ریيس زیاتوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو د سرحدي همکاريو، امنيتي موضوعاتو او راتلونکو پروګرامونو په اړه هم خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو ریيس ضيا احمد تکل د دې لیدنې په اړه زیاتوي: «په دې ليدنه کې، د هېواد د بهرنيو چارو محترم وزير مولوي اميرخان متقي، د دواړو لوريو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د پراختيا او د پلاوو د تګراتګ يادونه وکړه او ويې ويل چې افغانستان او تاجکستان د دوو ګاونډيو، ورونو او مسلمان هېوادونو په توګه، او د ژورو کلتوري او ژبني ګډو ټکو په پام کې نيولو سره، کولی شي له رامنځته شويو فرصتونو څخه د اړيکو د پراختيا لپاره په ټولو کچو، په ځانګړي ډول د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په برخه کې، غوره استفاده وکړي.»
په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي وايي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډه پوله د یو لړ امنیتي پېښې په رامنځته کېدو سره اندېښنې زیاتې شوې، خو په خبره یې دا ډول لیده کاته کولی شي د کابل او دوشنبې ترمنځ د سرحدي او امنيتي همکاريو په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي.
د سياسي چارو شنونکی حميدالله مفيد په دې تړاو وایي: «د خبرو اترو، همکارۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې امنیت، د داعش ترهګرو ځواکونو او نورو تخريبي ډلو پر وړاندې پیاوړی کړي. د ګډو همکاريو او اقداماتو له لارې، دواړه هېوادونه کولی شي د خپلو پولو او ټاکل شويو سيمو امنيت ټینګ او سيمهييز ثبات سره مرسته وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله امنيتي اندېښنې زياتې شوې دي. تر دې وړاندې، د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد، د ګډې پولې په اوږدو کې له تاجکستاني لوري سره د کلکو امنیتي تدابیرو او ګډې همغږۍ خبر ورکړی و.
