له هوایي او ځمکني حریمه پر دفاع د کورنیو چارو وزیر ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پولیسو ملي اکاډمۍ د امنیتي ځواکونو په فراغت غونډه کې ټینګار وکړ چې اوسنی حکومت په ټول توان سره د افغانستان له حریم او سرحدونو څخه دفاع کوي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې اسلامي امارت د هر ډول ګواښونو پر وړاندې او دغه راز د ځمکنۍ بشپړتیا له نقض څخه په جدي توګه د دفاع مسوولیت پر غاړه لري.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي:« دومره بې کفایته نظام نه دی، دومره بې پوښتنې نظام نه دی چې د دغه ملت پوښتنه ونه شي کړی که توپ او الوتکې مو کمزورې دي ایمان او ارادې مو د دفاع لپاره پیاوړې دي.»

ښاغلي حقانی په دغو مراسمو کې یو ځل بیا وویل چې افغانستان دمګړۍ یو امن هېواد دی او د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي:«هلته مو چې ژمنه وکړه او کومه هوکړه وشوه چې افغانستان به هیچا ته ګواښ نه وي په خپله دې ژمنه ولاړ یوو او په ښه ډول مو عملي کړې ده.»

د کورنیو چارو وزیر دغه راز په یاد پروګرام کې وویل چې د امیر المومنین د فرمانونو او احکامو پلي کولو ته ښه پاملرنه شوې او له فارغو شویو پولیسو یې وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند او تعامل ولري.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي:« تر اوسه مو داسې شکایت نه دی اوریدلی چې د اسلامي امارت د مشرتابه امیرالمومنین په فرامنیو کې کومه ټنبلي شوې وي، بلکې په ښه ډول پلي شوي خو دې ته باید ډیره پاملرنه وشي چې له خلکو سره خپل منځي تعامل کې متقابل احترام ته او ښه پوهاوي ته ډیر پام وشي.»

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي د خپلې وینا په پای کې ټینګار وکړ چې د اوسنیو واکمنانو ایمان او اراده پیاوړې ده او له همدې امله دې هېوادوال اندېښنه نه کوي او خپل یووالی دې وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *