آفاق خبري آژانس؛ کابل: قزاقستان کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست مفتي محمدالرحمن، د افغانستان لپاره د یاد هېواد له ځانګړي استازي يرکين توکوموف سره لیدنه کې د اسلامي امارت پر بهرني سیاست، په افغانسان کې د پانګونې فرصتونو، کډوالو وضعیت، وروستیو سېلابونو او کاري فرصتونو په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې ښاغلي محمدالرحمان د روسیې له خوا د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې هرکلی کړی او له قزاقستاني لوري یې هم د ورته ګام اوچتولو هیله کړې ده.
د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي، ښاغلي توکوموف د دوه اړخیزو اړیکو پراخېدو ته د ژمنتیا ترڅنګ؛ افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په اړه وایي: «زه باور لرم چې اسلامي امارت به د وخت په تېرېدو سره، د روسیې متحدینو لخوا په رسمیت وپېژندل شي. هر څومره چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پراخې شي، د هېواد او خلکو په ګټه دي.»
له دې سره سم، د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې قزاقستان د جغرافیایي موقعیت له مخې او د سیمې له هېوادونو سره د متوازنو اړیکو له امله، کولای شي په سیمه کې د سیاسي تعاملاتو د اسانتیا او د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي. دوی ټینګار کوي، چې د کابل او آستانې ترمنځ د همکاریو پراختیا کولای شي په سیمهییزه کچه د اغېزناکو ارتباطي پلونو د رامنځته کېدو لاره هواره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «قزاقستان مرکزي آسیا کې یو پرمختللی او کرنیز محوره هېواد دی او د ګران افغانستان یو له غیر مستقیمو ګاونډیانو شمېرل کېږي. دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي او ديپلوماټیکه برخه کې مثبت ګام دی، چې کولی شي لا زیاتو خبرو اترو ته زمینه برابره او بالاخره د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لامل شي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سمیر انګار په دې اړه آفاق خبري آژانس سره وایي: «قزاقستان د افغانستان په چارو کې معتدل او تعاملمحوره دریځ لري او هڅه کوي چې له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي؛ څو له دې لارې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او بشري تعاملاتو ته زمینه برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او قزاقستان سیاسي اړیکې په وروستیو کلونو کې مخ پر ودې دي او قزاقستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د سیمهییزو همکاریو په چوکاټ، په ځانګړي ډول په اقتصادي او بشري برخو کې یې، تل له افغانستان سره رغنده تعامل کړی دی.