آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روسیې له لوري د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندنې وروسته، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي او د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف ټلیفوني خبرې وکړې. په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. امیر خان متقي د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه، له نړۍوالې ټولنې سره د ادغام په برخه کې تاریخي ګام بللی دی.
اخوا بیا د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف هم د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه غوره فرصت بللی او ښاغلي متقي ته یې په مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د دې ټلیفوني اړیکې په اړه وایي: «د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون له اړخه د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې د مننې تر څنګ، دا اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په مسیر کې یو مهم تحول وباله. نوموړي څرګنده کړه چې د رسمیت له اعلان سره نه یواځې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستل شوې، بلکې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په برخه کې یو بېساری ګام اخیستل شوی دی. همداراز، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې، سیمهییزو پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخه کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.»
ورته مهال، د نړۍوالو چارو شنونکي وایي، د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې مهم بدلون دی. هغه ګام چې له مخې به یې په نړۍواله کچه د سرپرست حکومت دریځ پیاوړی او د سیاسي او سیمهییزو تعاملاتو په برخه کې یې نوې لاره پرانیستې ده. د دوی په خبره، د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ګډون، د دې تحول ښکاره بېلګه ده.
د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ اړیکو په اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «وروسته له هغه، چې روسیې څو ورځې وړاندې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژانده، په دې سره نه یوازې دا چې د دوه اړخیزو اړیکو کچه لوړه شوه، بلکې د دې اړیکو ابعاد یې هم پراخ کړل. تمه ده د سرپرست حکومت پلاوی نږدې راتلونکې کې د مسکو فارمټ په غونډه کې په رسمي توګه ګډون وکړي. دا ګډون په حقیقت کې د افغانستان او سیمې ترمنځ د رسمي او ډیپلوماټیک تعامل پیل دی.»
د نړۍوالو چارو بل شنونکی واحد فقیري بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د مسکو فارمټ غونډه کې د امیر خان متقي ګډون دا روښانه کوي، چې مسکو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی دی. دا ګام به په طبیعي توګه په نړۍواله کچه د اسلامي امارت دریځ پیاوړی کړي او کولی شي نور هېوادونه هم وهڅوي، څو له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې جوړې او یا لږ تر لږه ور نږدې شي. په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا هېوادونه، چې ښایي اسلامي امارت سره رسمي تعامل ته مخه کړي. له شک پرته چې دا د اسلامي امارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه او یوه سیاسي او ډیپلوماټیکه بریا ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۲مه نېټه اسلامي امارت افغانستان کې د مشروع حکومت په توګه، په رسمیت وپېژانده او دې چارې په سیمهییزو تعاملاتو کې سترو بدلونونو ته زمینه برابره کړه.