له افغانستان او ایران سره د پاکستان د اړیکو پر رغاونه د فضل الرحمن ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر مولانا فضل الرحمن د بلوچستان د مستونګ مفتاح العلوم جامعه په کلنیو مراسمو کې د پاکستان د وضعیت ارزونې او پراختایا په اړه یوې غونډې له جوړېدو خبر ورکړی.

فضل الرحمن زیاته کړې چې په دې غونډه کې له افغانستان او ایران سره د اړیکو د ښه کولو، شته ستونزو د حل لارو، له ملګرو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او شکایتونو ته د رسیدنې په اړه رغنده اقداماتو په اړه بحث کیږي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر مولانا فضل الرحمن  وایي:« په دې غونډه کې به له افغانستان او ایران سره د اړیکو د ښه کولو، د شته ستونزو د حل، له دوستو هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او د شکایتونو د حل لپاره د رغنده اقداماتو په اړه بحث وشي.»

فضل الرحمن دغه راز ویلي چې، وروستیو کې د پاکستاني چارواکو له لوري په اساسي قانون او نورو قوانینو کې رامنځته شوي اصلاحات په ښکاره له قرآن، سنت او حدیث سره په ټکر کې دي.

نوموړي د یاد هېواد د چاوراکو پر کړنو په نیوکې سره ټینګار وکړ چې دوی نه یوازې له قرآن او سنتو سره بلدتیا نه لري، بلکې اساسي قانون او ټاکل شویو اصولو ته هم ژمن نه دي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر مولانا فضل الرحمن زیاتوي:« زموږ واکمنان نه یوازې له قرآن او سنتو سره نا بلده دي، بلکې د پاکستان اساسي قانون او ټاکل شویو اصولو ته هم ژمن نه دي، د د اساسي قانون او نورو قوانینو وروستي بدلونونه په څرګنده توګه له قرآن، سنت او حدیث سره په ټکر کې دي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکي د افغانستان په تړاو د پاکستان د تګلارو په اړه داسې لیدلوري لري.

د یادونې ده ې د کابل او اسلام آباد ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو او له پاکستان سره د بندرونو له بندیدو وروسته د یاد هېواد ډيری سیاستوالو، سوداګرو او عامو وګړو په خپلو څرګندونو کې د افغانستان پر وړاندې د خپل دولت د تګلارو پر وړاندې نیوکې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *