له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي د ټرمپ پرله‌پسې نیوکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د جوبایډن پرسیاستونو نیوکه کړې او دا یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو «شرموونکې ورځ» بللې ده.

ټرمپ ویلي، چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې هم له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اراده درلوده، خو دا بهیر باید په عزت او ځواک سره ترسره شوی وای. د امریکا ولسمشر همدارنګه په افغانستان کې د امریکا د پوځي تجهیزاتو او جنګي الوتکو د پاتې کېدو په اړه نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د هرې پاتې شوې جنګي الوتکې ارزښت شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر و.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: «هغوی ټول تجهیزات شاته پرېښودل. ما ویلي وو چې د تجهیزاتو هره برخه باید را وایستل شي. هغوی وویل ښه ده چې الوتکې پرېږدو او همدلته پاتې شي. ما وویل ولې ښه ده؟ هغوی وویل د لګښت له نظره ښه ده، خو دا بې‌مانا ده؛ کله چې تاسو د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې جنګي الوتکه لرئ، یوازې باید ورته تېل واچوئ او را ویې وباسئ. دا ډېره خندوونکې ده چې ووایي پرېښودل یې غوره دي.»

په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې امریکا سرچینو ته د لاسرسي او په افغانستان کې د دایمي اډو جوړولو په پار پر دغه هېواد یرغل وکړ، خو په خبره یې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د افغانانو مبارزې هغوی وتلو ته اړ کړل.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ د ټرمپ د دې تکراري څرګندونو په اړه وایي: «د ټرمپ ادارې هڅه وکړه چې افغانان د نوې جګړې لپاره چمتو کړي او د ځینو ویناوو له لارې یې هغوی د راتلونکو جګړو لپاره جذب کړي. په افغانستان کې د هوايي بریدونو دوام او وسله‌والې نښتې هم د همدې سټراټیژۍ یوه برخه وه.»
د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «متحده ایالاتو غوښتل افغانستان یې یوه دایمي اډه وي، خو افغانان لکه څنګه چې د روسانو پر وړاندې له خپل وطنه دفاع وکړه، دلته یې هم له خپلې خاورې دفاع وکړه. دا د افغانانو حق و چې د خپلې ازادۍ او راتلونکي لپاره مقاومت وکړي. امریکا د امنیت په پلمه او د نورو وسیلو له لارې راغله، خو افغانانو مقاومت وکړ او امریکا باید دې مقاومت ته درناوی کړی وای.»

مطالب بیشتر:  د تورخم دروازې پرانیستو په پار د بې‌پایلو هڅو دوام؛ حل‌لاره څه ده؟

امریکا او ناټو افغانستان کې له شاوخوا شل کلن پوځي حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه د جوبایډن واکمنۍ پر مهال ووتل. دا چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر خورا ګډوډ و، نو له همدې امله د ټرمپ اداره وخت ناوخته د جوبایډن پر حکومت سختې نیوکې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *