آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دیمیتري پسکوف له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې مسکو به له افغانستان سره شته اړیکې وساتي او له دې هېواد سره به د تعامل لارې ته دوام ورکړي.
نوموړي د افغانستان جیوپولیتیک اهمیت ته په اشارې سره وویل چې دا هېواد د موقعیت له پلوه د روسیې لپاره مهم دی او تل په سیمه کې د یو ګاونډي او اغیزناک هېواد په توګه پیژندل شوی دی.
پسکوف زیاته کړه چې افغانستان له تاجکستان سره ګډه پوله لري او په دې سیمه کې د روسیې سرحدي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي.
د هغه په وینا، دا چاره روسیه دې ته اړ باسي چې د سیمه ییز ثبات د ډاډمنولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت سره مستقیمې خبرې اترې او ښکیلتیا ولري.
د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دمیتري پسکوف وايي:« افغانستان په سیمه کې یو مهم هېواد دی او د پخواني شوروي جمهوریتونو، په ځانګړې توګه د تاجیکستان ګاونډی دی. زموږ سرحدي ساتونکي په دې سیمه کې شتون لري او دا له کابل سره خبرې اترې اړینې کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی روحالله هوتک وايي:«اسلامي امارت په سیمه کې ثابته کړې چې د افغانستان جغرافیه یې ساتلې او د سیمې امنیت یې پیاوړی کړی دی، له همدې امله ځینې شریرې کړۍ غواړي چې افغانستان په سیمه کې نا امنه ښکاره کړي.»
په ورته مهال، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره په لیدنه کې د افغانستان – تاجیکستان پوله کې د وروستۍ پېښې او د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس وایي، محمد نعیم په دې لیدنه کې وویل چې څېړنې روانې دي او دا برید د هغو هېوادونو کار دی چې غواړي د هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي.
د چین سفیر په دې اړه د اسلامي امارت د دریځ هرکلی وکړ او وویل چې د پېښې عاملین غواړي د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل وايي:«ډاکټر محمد نعیم د تاجیکستان په پوله کې د وروستۍ پېښې په اړه چې پکې چینایي وګړي ووژل شول، خواشیني څرګنده کړه او وویل چې د دې موضوع په اړه څېړنې روانې دي او دا برید یې د هغو دښمنانو کار ګڼلی چې غواړي د هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي.»
بل لورته، د سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي چې ځینې هېوادونه هڅه کوي له ګاونډیو سره د افغانستان اړیکې خرابې کړي.
د دوی په وینا، اسلامي امارت او ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه باید د دې ستونزې د حل لپاره د خبرو اترو او تفاهم لاره غوره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وایي:« افغانستان له شپږو هېوادونو سره ګډه پوله لري، کورنۍ او بهرنۍ استخباراتي شبکې شتون لري، چې غواړي افغانستان نا امنه کړي او د هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي. »
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تیره ورځ د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د وروستي برید په اړه وویل چې ځینې کړۍ هڅه کوي له نورو هېوادونو سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابې کړي.
