لندن کې د حکومت مخالفو څېرو ناسته؛ شنونکي دا ډول غونډې بې‌ګټې بولي

لندن کې د پارلمان له غړو سره د اسلامي امارت د حکومت مخالفو څېرو، د افغانستان د کړکېچ حل لپاره د یو ټولشموله سیاسي بهیر پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

په دې تړاو په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي چې د نظام مشروعیت، د قانون حاکمیت او ملي مشارکت د بحران د پای ته رسولو کلیدي محورونه دي. ګډونوالو د تحصیلي ویزو د صادرولو، د افغان محصلینو لپاره د بورسیو ورکړې بهیر بیرته پیلېدو، د بې‌وزلۍ او بشري بحران د مخنیوي، او د سیاسي خبرو لپاره د فضا برابرولو په اړه هم خبرې کړي دي.

د حکومت مخالفو څېرو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «دوامداره هڅې باید د وحدت د پیاوړتیا او د ګډو اصولو او ارزښتونو د ټینګښت لپاره وشي، څو د افغانستان د روان بحران حل ته لار هواره شي.»

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ په دې اړه زیاتوي: «دوی غواړي بیا سیمه‌ییز ځواکونه وسله‌وال کړي او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې زمینه برابره کړي. دا اقدامات د هېواد د سولې او امنیت لپاره ګواښ دی او خلکو ته زیان رسوي، همدارنګه ځینې مالي بنسټونه او شرکتونه هم د دې لوبو په مسیر کې کارول کېږي.»

خو د سیاسي چارو یو شمېر نور شنونکي بیا وایي، هغه کسان چې په بهر کې فعالیت کوي، زیاتره یوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي او نشي کولی د پخواني وضعیت د بیا رامنځته کولو توان ولري. دوی ټینګار کوي چې د اسلامي امارت مخالفې څېرې باید د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره د مقابلې پر ځای د سیاسي تعامل لاره خپله کړي.

مطالب بیشتر:  نړۍ ته د ا.ا ډاډ؛ هېچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره ستاسو پر ضد وکاروي

د سیاسي چارو شنونکی معین گل څمکنی بیا په دې اړه زیاتوي: «دا کسان چې د اسلام‌آباد نه تر لندن پورې خواره واره دي، په تېرو شلو کلونو کې د امریکا د شتون پر مهال فعالیت کاوه او اوس هم یوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي. زموږ په باور، دوی یوازې د اسلامي امارت مخالفان نه دي، بلکې د افغانانو د ګټو پر وړاندې هم ولاړ دي.»

لندن کې د حکومت د مخالفو څېرو دوه ورځنۍ غونډه د مارچ په ۲۴ او ۲۵ ترسره شوه او شاوخوا ۴۰ استازو، چې پکې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او رسنیو استازي شامل وو، ګډون کړی و. دوی تر دې وړاندې په اسلام‌آباد کې سره راټول شوي وو. اسلامي امارت تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې د دوی حکومت ټولشموله دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *