لانګ‌وار ژورنال: د ټرمپ اداره لا هم سرپرست حکومت سره تعامل تر ټولو غوره لار بولي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: لانګ وار ژورنال وېب‌پاڼې په یوه تحلیل کې ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ دولت لا هم سرپرست حکومت سره د تعامل سیاست غوره بولي؛ هغه تګلاره چې په نتیجه کې یې تر دې وړاندې د دوحې تړون ترلاسه شو. د دې تحلیل پر بنسټ، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پر سر د ۱۰ میلیونه ډالرو نغدي جایزې لغوه کول او د افغانستان ډیپلوماسۍ ډګر ته د زلمي خلیلزاد بېرته راستنېدل، د دغه سیاست د دوام نښې نښانې دي.

لانګ وار ژورنال وېب‌پاڼې د دې تحلیل په یوه برخه زیاته کړې: «داسې انګېرل کېږي، چې د ټرمپ حکومت د تېر سیاست په څېر له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي. هغه سیاست چې په پایله کې یې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د دوحې تړون ترلاسه شو او په ۲۰۲۱ کال کې یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړه. تېره اونۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني پر سر ټاکلې لس میلیونه نغدي جایزه لغوه کړه. پر دې سربېره، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد او د دوحې تړون اصلي لوبغاړی بېرته د افغانستان د سیاست صحنې ته راستون شو.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «زلمي خلیلزاد چې د امریکا په استازولۍ یې د دوحې تړون لاسلیک کړی و، وروستیو کلونو کې یې وخت ناوخته سرپرست حکومت د دې تړون پر نه عملي کولو تورناوه. ښایي هغه وکولی شي، د دې هوکړې د بشپړ تطبیق په موخه یو ځل بیا ‌‌را مخکې شي او دا تړون په بشپړ ډول عملي کړي.»

مطالب بیشتر:  د تورخم دروازې پرانیستو په پار د بې‌پایلو هڅو دوام؛ حل‌لاره څه ده؟

له دې سره هم‌مهاله، سي‌ان‌ان خبري شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د اسلامي امارت چارواکو له امریکایي پلاوي سره وروستۍ لیدنه کې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.

په دې راپور کې راغلي، چې امریکایي پلاوي د اسلامي امارت چارواکو ته ویلي، چې د اړیکو پراختیا په موخه باید افغانستان کې ګواښونه ومني او د له منځه وړلو په پار یې فعال ګامونه اوچت کړي.

سي‌ان‌ان زیاته کړې، چې اسلامي امارت واک ته د ټرمپ له راګرځېدو وروسته، له متحده ایالتونو سره د اړیکو پراختیا په پار هلې ځلې چټکې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې تړاو وایي: «په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالتونو د دروازو پرانیستل، حتا که هغه د کونسلګرۍ په کچه هم وي، د دواړو هېوادونو لپاره دا مانا لري، چې ۵۰ سلنه لار مو وهلې ده.»

اخوا د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم بیا په دې اړه وایي: «ډېری اړیکې د ډيپلوماټیکو کانالونو له لارې نیول کېږي. څو چې دا اړیکې او تعامل د ډیپلوماټیک چینل له لارې ټینګې نشي، لرې ده چې واشنګټن کې دې د افغانستان سفارت سرپرست حکومت ته وسپارل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې، واشنګټن کې د افغانستان سفارت د پرانیستو او همداراز کابل کې د امریکا د سفارت فعالېدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي مجاهد همداراز په متحده ایالتونو کې د افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *