آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد قطر ته د رسمي سفر په لړ کې د بهرنیو اړیکو په چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې دواړو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت دفاع وزیر له قطر سره خپل ملاتړ څرګند کړ.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال آفاق خبري آژانس سره د دې سفر په اړه وایي: «قطر په وروستیو څلورو کلونو کې افغانستان سره نسبتاً ښې اړیکې او ښه تعامل درلود. دا اړیکې تر ډېره په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې وې. په ورته وخت کې، قطر د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ تعاملاتو کې هم ښه منځګړیتوب کړی او همداراز یې له اروپایي هېوادونو سره یې د افغانستان په تړاو په ځینو برخو کې د ښه منځګړي رول لوبولی دی.»
پر قطر د اسراییل له بریدونو وروسته دغه هېواد ته د اسلامي امارت د دفاع وزیر سفر د کوم پیغام لیږدونکی دی؟ د سیاسي او نړیوالو چارو شنونکی بلال فاطمي د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس ته وایي: «دا د قطر او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراختیا په برخه کې یو مثبت ګام دی. موږ له قطر سره ژورې سیاسي اړیکې لرو او هیله من یو، چې دا اړیکې تر دې هم پیاوړې شي. قطر پخوا د افغانستان په مسایلو، په ځانګړي ډول د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال مهم رول لوبولی دی او نن هم دا هېواد تر ټولو نږدې شریک بولو.»
د یادونې ده چې د روان زیږدیز کال د سپټمبر په نمه اسراییل د قطر پر پلازمېنې دوحې برید وکړ او د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتیا یې نقض کړه. تر دې برید وروسته د ځینې اسلامي هېوادونو او سیمې مشرانو له قطر څخه د ملاتړ او پیوستون لپاره دغه هېواد ته سفرونه وکړل.