فصیح‌الدین فطرت: هر ډول ګواښ ته پرېګنده ځواب او هېڅ یرغل نشو زغملی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امارتي ادارو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې د دفاع وزارت مسوولین وایي، چې هر ډول ګواښ ته به پرېګنده ځواب ورکړي او هېڅ ډول یرغل به ونه زغمي. د دغه وزارت د وسله‌وال پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت امنیت، آبادي او له پولو ساتنه د سیمې امنیت لپاره درې اصلي فکټورونه بللي او ټینګار کړی، چې له امنیت پرته بیارغونه ناممکنه ده او د پولو له ساتنې پرته، نه خپلواکي مانا لري او نه هم آرامي.

هغه زیاته کړې، چې له عرضي تمامیت د دفاع په موخه یې، د پولو او ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۵ سرحدي لواګانې، ۹۳ کنډکونه او ۷۶۵ پوستې ځای پر ځای کړي دي. د وسله‌وال پوځ لوی درستیز همداراز ټینګار کړی، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د همغږۍ ۱۳ مرکزونه پلان شوي، چې له دې ډلې ۷ یې فعال شوي دي.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز په دې پروګرام کې زیاته کړې: «دفاع وزارت په اوس او راتلونکي کې د افغانستان عرضي تمامیت لپاره د بالفعل او بالقوه ګواښونو پر وړاندې جدي، پرېګنده او متناسب تدابیر نیولي او ګاونډیانو سره د همجوارۍ اصل دي ژمن دي.»

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز د راپور ورکولو په دې پروګرام کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ازبکستان او تاجکستان ته د لېږدول شویو چورلکو د بېرته ترلاسه کولو په پار هڅې دوام لري. ښاغلي فطرت همداراز زیاته کړې، چې دفاع وزارت تېر کال په ټول هېواد ک څه باندې ۹۶۴ زره پوځي او اوپراسیوني عملیات ترسره کړي دي. د هغه په خبره، د دغو عملیاتو په ترڅ کې سلګونه عرادې نقلیه وسایط، سپکې او درنې وسلې او ځینې نور تجهیزات د دفاعي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت زیاته کړې: «افغانستان په ۲۰ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو کې له شپږو ګاونډیو هېوادونو سره پوله لري، چې د امنیتي ننګونو د مخنیوي او چټک غبرګون لپاره ټولټال ۱۵ لواګانې، ۹۳ سرحدي کنډکونه او ۷۶۵ پوستې د سرحدونو او عرضي تمامیت د دفاغ په موخه، د ډیورنډ فرضي کرښې او ګاونډیو هېوادونو سره د پولو په اوږدو کې ځای پر ځای شوې دي.»

د دفاع وزارت مسوولینو همداراز په دې پروګرام کې ویلي، چې د عامه شتمنیو ساتنې په موخه یې، وروستي یوه کال کې، ۴۱ زره ۶۸۴ بېلابېلې نقلیه وسیلې، ۶ زره ۴۸۰ میله سپکې او درنې وسلې او ۷۲۴ مخابرې د دغه وزارت په مرکزي ورکشاپونو کې ترمیم کړې دي.

د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ټینګار کړی، چې یاد وزارت، د اسلامي امارت له تشکیلاتي جوړښت او پالیسۍ سره د همغږۍ په پار، په دې موده کې په بېلابېلو برخو کې د ۴۲ عنوانه پالیسیو او کړنلارو بیاکتنه کړې ده. د دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد قاسم فرید زیاتوي: «د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو څانګو اړوند ټولټال ۴۲ پالیسۍ او طرزالعملونه د ملي دفاع وزارت د شرایطو، اړتیاوو، سازماني جوړښت سره سم او د افغانستان د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم تعدیل شوي دي.»

د دفاع وزارت مسوولینو د راتلونکي کال پلانونو ته په اشارې ټینګار کړی، چې دا وزارت د ثبات ټینګښت، د پوځي وړتیاوو پیاوړي کېدو او عرضي تمامیت د دفاع په پار هدفمند او پراخ پلانونه تر لاس لاندې لري. د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، دا مهال تر ډېره اصلي تمرکز د هېواد پر امنیت او ثبات، د ملي اردو ظرفیتونو لوړولو، استخباراتي وړتیاوو پیاوړتیا، د پالیسیو بیاکتنه او د اغیزمنو طرزالعملونو پر پلي کېدو دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي په دې پروګرام کې زیاته کړې: «د راتلونکي کال لپاره د دفاع وزارت اصلي پلانونه په هېواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره د عملیاتو ترسره کول، په مختلفو کچو کې د اسلامي امارت د ملي اردو د ظرفیتونو لوړول، د پالیسیو، لارښوونو او طرزالعملونو بیاکتنه، د ملي اسلامي اردو د استخباراتي وړتیاوو لوړول او د دفاعي او امنیتي ادارو سره د همغږۍ کچې لوړول شامل دي.»

د دفاع وزارت مسوولینو همداراز ویلي، چې دا مهال د دفاعي ځواکونو شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰ زرو پورې دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد