عراقچي: د افغانستان د پایداره امنیت لپاره د ګاونډیانو د همکارۍ اړینه ده

آفاق خبري آژانس؛ کابل: تهران د روسیې په ګډوه د افغانستان د بدلونونو په اړه د ګاوڼدیو هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه وو.

په دې غونډه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د لویدیځ او ناټو د سیمه ییزو او امنیتي تګلارو په اړه نیوکه وکړه او وویل چې له بهر څخه تحمیل شوې پریکړې نه یوازې د افغانستان له ثبات سره مرسته نه ده کړې، بلکې بحرانونه یې هم لا پسې زیات کړي دي.

نوموړي د افغانستان د دوامداره امنیت لپاره د سیمه ییزې تګلارې، له ګاونډیانو سره د همکارۍ او په ډیالوګ او ګډو ګټو تکیه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي:«نن ورځ، تر بل هر وخت زیات، زموږ سیمه د افغانستان په شاوخوا کې د همکارۍ لپاره یو همغږي او دوامداره چوکاټ ته اړتیا لري؛ یو چوکاټ چې ځان له برخې اخیستونکو سیالیو څخه لرې کوي او د ګډو ګټو او ګډ امنیت په همغږۍ تکیه کوي. په دې لاره کې، موږ په خبرو اترو، متقابل درناوي، او عملي همکارۍ ټینګار کوو. موږ باور لرو چې زموږ د سیمې راتلونکی په ګډ حکمت او مسؤلانه چلند پورې اړه لري، او دا چې سیمه ییزه همکاري کولی شي په افغانستان کې د ثبات او سوکالۍ لپاره کلیدي رول ولوبوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ځانګړي دریځ ټینګار وکړ او وویل چې دا هیواد د منځنۍ آسیا، لویدیځې او سویلي آسیا ترمنځ د نښلونکي موقعیت له امله په سیمه کې یو پرېکنده رول لوبوي.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ ادعا ته د متقي ځواب؛ ا.ا په یوه لوېشت ځمکه هم بهرنی حضور نه مني

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان ثبات او پرمختګ یوه ستراتیژیکه اړتیا ده او د هیواد امنیت په مستقیم ډول د ګاونډیانو په ګټو اغیزه کوي.

عراقچي دغه راز ټینګار وکړ چې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او انرژۍ پیاوړتیا افغانستان په سیمه کې یوه حیاتي اړیکه ګرځولې او د ګاونډیانو ترمنځ منظمې خبرې اترې یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي:« جیو اقتصادي موقعیت افغانستان د منځنۍ آسیا، لویدیځې آسیا او سویلي آسیا د مخابراتي شبکو په مرکز کې ځای پر ځای کوي. له همدې امله، د افغانستان ثبات او پرمختګ نه یوازې یوه انساني اړتیا ده، بلکې دا د ټولې سیمې لپاره یوه ستراتیژیکه اړتیا هم ده. د تیرو څو لسیزو تجربې په څرګنده توګه ښودلې چې په افغانستان کې امنیت، پرمختګ او سوکالي د ټولو ګاونډیو هیوادونو له ګټو سره مستقیم تړاو لري.»

په دې غونډه کې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د ترهګرۍ په اړه د اسلام آباد د اندیښنو د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د سیمه ییزې سولې، پرمختګ او امنیت د پیاوړتیا لپاره یې د خپل هیواد پر هڅو ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وایي:« پاکستان خپل دریځ بیا تکراروي چې د ترهګرۍ په اړه د اسلام آباد اندیښنې باید په قاطع ډول حل شي. پاکستان په سیمه کې د سولې، پرمختګ او امنیت د ودې په لټه کې دی.»

بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چې ایران له افغانستان او پاکستان سره اوږده پوله لري او په سیمه کې هر ډول تاوتریخوالی پر هیواد اغیز کوي.

مطالب بیشتر:  د هند او پاکستان په جګړه کې د کابل بې‌پریتوب؛ پاکستان پر افغان کډوالو فشار زیات کړی

نوموړي زیاته کړه چې ایران افغانستان ته په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو دغه هیواد پریکړه وکړه چې ګډون ونه کړي او تهران د دې درناوی کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي:«موږ ټولو دغو هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړې ده. افغانستان ته هم بلنه ورکړل شوې وه او موږ غوښتل چې په دې غونډه کې ګډون وکړي. موږ باور لرو چې په داسې پروسو کې د افغانستان ګډون کولی شي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تفاهم پیاوړتیا او د ستونزو حل کې مرسته وکړي. په هرصورت، نه ګډون د افغانستان خپله پریکړه وه او موږ دې پریکړې ته درناوی کوو.»

تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې د تهران په غونډه کې له رسمي بلنې سره سره به افغان پلاوی پکې ګډون ونه کړي او سیمه ییز تعاملات به د دوه اړخیزو میکانیزمونو او شته چوکاټونو له لارې دوام ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *