آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروسته له هغې چې ځینو هېوادونو ادعاوې وکړې، چې ګواکې افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوي پوځي تجهیزات د یو شمېر ډلو له خوا کارول کېږي، د کورنیو چارو وزارت د دې ادعاوو په غبرګون کې وایي، چې ټولې وسلې او تجهیزات د اسلامي امارت تر بشپړ کنټرول او نظارت لاندې دي او هېچا او هېڅ ډلې ته د دغو وسلو د کارولو اجازه نشته. عبدالمتین قانع آفاق خبري اژانس سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت د واکمنۍ له لومړیو ورځو راهیسې د دغو تجهیزاتو د ساتنې او مدیریت لپاره جدي تدابیر نیول شوي او په دې اړه اندېښنې بېاساسه دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه زیاته کړه: «هغه وسلې او پوځي تجهیزات چې له تېر وخت پاتې دي، د هېواد له امنیت او ملي ګټو سره مستقیم تړاو لري او د هغو ساتنه زموږ له اساسي لومړیتوبونو ده. د دغو تجهیزاتو یوه برخه د امنیت د ټینګښت او د امنیتي ځواکونو د اړتیاوو لپاره کارول کېږي، او پاتې تجهیزات تر ارزونې وروسته راټول شوي او په خوندي ډیپوګانو کې ساتل کېږي.»
په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، د دوحې هوکړې پر بنسټ، افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پاتې تجهیزات یوازې د هېواد د امنیت ساتنې او دفاع لپاره دي او هېڅ بهرنی هېواد یا ډله ورته لاسرسی نه لري.
د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید په دې تړاو آفاق خبري آژانس سره زیاتوي: «د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان پخواني حکومت په دوهاړخیز ستراتیژیک تړون کې په ښکاره توګه ویلي چې امریکا د افغانستان د امنیت د ټینګښت په موخه خپل پوځي وسایل او تجهیزات په قصدي ډول او د هوکړې له مخې د افغانستان خلکو ته سپارلي دي. دا معنا لري چې ټول پوځي تجهیزات د افغانستان په واک کې دي او هېڅوک ادعا نشي کولی چې دا تجهیزات په بل ځای کې کارول کېږي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی توریالی ځاځی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې بشري جنایتونه کړي دي، د هغوی خبرې د افغان ولس لپاره نه د منلو وړ دي او نه د باور وړ؛ ځکه دغه هېوادونه تل خپلې سیاسي موخې تعقیبوي، که پاکستان وي او که امریکا. اساسي پوښتنه دا ده چې ولې همدا هېوادونه د افغانستان په پوځي ځواکونو کې لاسوهنه کوي؟ ځواب روښانه دی: د افغانستان دننه د خپلو سیاسي موخو د پلي کولو لپاره. نن چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، دا حالت نه امریکا ته د منلو وړ دی او نه پاکستان ته.»
د ویلو ده، چې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د جو بایډن د حکومت پر مهال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او د بګرام اډې پرېښودل یې تېروتنه بللې ده. افغانستان کې د امریکا د پاتې پوځي تجهیزاتو موضوع تر دې وړاندې هم په ځلونو مطرح شوې، خو اسلامي امارت دا ادعاوې په جدي ډول رد کړې او ټینګار یې کړی، چې دا وسلې د حکومت تر کنټرول لاندې دي.
