عبدالقهار بلخي: له امریکا پاتې پوځي تجهیزات د افغانانو شتمني ده

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سي‌بي‌اس شبکې سره مرکه کې ویلي، چې افغانستان کې پاتې امریکایي تجهیزات په اسلامي امارت او افغانانو پورې اړه لري او ټینګار یې کړی، چې دا پوځي تجهیزات به بېرته امریکا ته ورنه کړل شي.

ښاغلي بلخي ټینګار کړی، چې دا تجهیزات د افغانستان د خلکو او حکومت شتمني ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه زیاته کړه: «افغانستان تل پوځ او پوځي تجهیزات لرل. دا د افغانستان د حکومت شتمني ده او دولتونه خپلې شتمنۍ نورو هېوادونو ته نه ورکوي، په ځانګړي ډول هغه څه چې په امنیتي مسایلو پورې اړوند وي.»

ښاغلي بلخي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له امریکا سره د اړیکو عادي کولو ته چمتو دی او زیاته کړې یې ده، چې سرپرست حکومت له متحده ایالتونو سره د سوداګرۍ او له کانونو د ګټې اخیستنې په پار همکارۍ ته تیار دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره: «زموږ سیاست دا دی، چې له هر هېواد سره د کاري پراختیا لپاره چمتو یو. زموږ دروازې د ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا پرمخ پرانیستې دي او له ټولو هېوادونو سره د اړیکو نوي فصل د پرانیستې په پار چمتو یو.»

عبدالقهار بلخي همداراز د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي اړیکو په تړاو ویلي، چې افغانستان به د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه وي او په امنیت کې د ټولو ګټې خوندي دي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال په دې اړه آفاق ته وویل: «له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانانو دنده نه ده. پاکستان، ایران او نور هغه هېوادونه چې د خپل هېواد راتلونکې او امنیت په خطر کې ویني، باید د داعش او په سیمه کې د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره ورته ساحې ولري او د اوږدمهاله استخباراتي اقداماتو په غوره کولو سره د دې ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر په وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکایي وسلو او تجهیزاتو په ترلاسه کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې واشنګټن ښایي دا تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد