آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستاني پوځیانو او اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ له نښتو او همداراز د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اوربند له لاسلیک وروسته، پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف آفاق خبري آژانس سره ځانګړې مرکه کې وایي، چې پاکستان هم د جګړې په ډګر او هم د مذاکراتو په مېز کې ماتې وخوړه.
د هغه په خبره، دوحه کې د محمد یعقوب مجاهد او خواجه آصف ترمنځ د هوکړې لاسلیک، هغه سند دی چې له مخې یې پاکستان نور نشي کولی د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
عبدالسلام ضعیف په دې مرکه کې زیاته کړې: «کوم ځواب چې د افغانستان له خوا دوی ته ورکړل شو، بالاخره دوی مجبوره شول، چې قطر کې له افغانستان سره د مذاکراتو مېز ته کیني او د متقابل احترام پر اساس یې اوربند ته غاړه کېښوده او دا د افغانانو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.»
ښاغلي ضعیف په بهرنیو نښتو کې د پاکستان تاریخچې ته په اشارې سره زیاته کړې، چې اسلامآباد غوښتل د جګړې په پیلېدو سره د لوېدیځ، په ځانګړي ډول د امریکا پام را جلب کړي.
اسلامآباد کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړې: «دوی داسې فکر کاوه، چې که موږ له افغانستان سره په جنجال کې اخته شو، نو غرب او امریکا به مداخله وکړي او بیا به غټه خبره ترې جوړه شي، خو هېچا هم مداخله ونه کړه او دوی مجبوره شول چې قطر ته ټلیفون وکړي، عربستان ته زارۍ وکړي ترکیې ته یې وکړي چې هلئ له دې جنګه مو خلاص کړئ.»
پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې خبرداری ورکړی، چې که پاکستان د افغانستان او سیمې هېوادونو پر وړاندې خپله تګلاره بدله نه کړي، بالاخره به له منځه ولاړ شي. ښاغلي ضعیف په دې مرکه کې د پاکستان له عامو خلکو غوښتي، چې په خپل هېواد کې ملکي نظام ټینګ او د پوځي رژیم دیکتاتوري ختمه کړي.
عبدالسلام ضعیف آفاق سره مرکه کې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړې: «هره جګړه چې دوی پیل کړې، بیا یې ماتې هم پکې خوړلې ده. امارت وسلې او ټانګونه ترې ونیول او دوی د جنګ وړتیا نه لري، خو دا چې د دوی هوایي ځواک تر موږ پیاوړی دی، اما څومره کسان چې دوی ویشتلي په هاوانونو او یا هم بمبارۍ کې، دا ټول یې ملکي وګړي دي او دا د بشري حقونو نقض دی چې افغانستان کولی شي ملګرو ملتونو کې قضیه ثبت او پاکستان په دې تړاو وپوښتل شي.»
د اسلامي امارت دغه پخواني چارواکي همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان دې نور د افغانستان د سیاسي او اقتصادي سټراټیژۍ د کنټرولولو خوبونه نه ویني.
