آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د استخباراتو عومي رییس وایي، چې ځینې هېوادونه په غیر مستقیم ډول له داعش ډلې په استفادې غواړي، خپلو سیاسي موخو ته ورسېږي. ښاغلي وثیق الجزیرې شبکې سره مرکه کې ټینګار کړی، چې د یو شمېر هېوادونو له لوري له دې ډلې پر ملاتړ سربېره، اسلامي امارت په افغانستان کې د دوی جوړښتونه له منځه وړي او مشران یې وژل شوي، نیول شوي او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.
عبدالحق وثیق په دې مرکه کې زیاته کړې: «ځینې هېوادونه په غیر مستقیم ډول داعش ډلې سره مرسته کوي او دا ډله یې د خپلو موخو لپاره ابزار ګرځولې ده، خو داعش نو افغانستان هېڅ سیمه تر کنټرول لاندې نه لري او د دې ډلې اوسني بریدونه له افغانستانه د باندې طرحه کېږي.»
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس د دې مرکې په یوه بله برخه کې هغه ادعاوې هم بېبنسټه او استخباراتي بللې، چې ګواکې له سوریې افغانستان ته جنګیالي لېږدول کېږي. وثیق د خپلو خبرو په دوام ویلي: «ځینې نړۍوال سازمانونه، هېوادونه او افراد له کوم ثبوت او اسنادو پرته د افغانستان په اړه ناسم او بېبنسټه راپورونه خپروي او په دې توګه غواړي د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي سیاسي او امنیتي تعاملاتو پر وړاندې شکونه رامنځته کړي. دا برعکس ده، افغانستان خپله د هغو ترهګرو ډلو د تخریبي کړنو قرباني دی، چې په بهر کې ښوونیز او د اوسېدو مرکزونه لري، په تورو بازارونو کې وسلې اخلي او له هغه ځایه د امنیت د ګډوډولو لپاره افغانستان ته راځي.»
د استخباراتو عمومي رییس همداراز ټولې هغه ادعاوې، چې ګواکې امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې اسلامي امارت سره همکاري کوي، رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې له هېڅ لوري سره هېڅ راز هوکړه نشته. هغه په اړه زیاته کړې: «په دې برخه کې اسالمي امارت د مقابل لوري ماهیت، د اړیکو مخینې او یا هم د ارتباطاتو ډول په پام کې نه نیسي، بلکې د اسلامي شریعت اصولو، ملي ګټو او د خلکو امنیت پر بنسټ عمل کوي. د اسلامي امارت اقدامات د ملي حاکمیت ساتنې، خلکو امنیت او سیمې ثبات لپاره دي. په دې برخه کې له امریکا او هېڅ کوم بل لوري سره رسمي هوکړه نشته.»
د چارو شنونکي بیا وایي، د ښاغلي وثیق د څرګندونو په تایید سره وایي، چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو مرکزونو په پاکستان کې دي. د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «له داعش او ترهګرۍ سره مبارزه د نړۍوالې ټولنې رښتیني او واقعي رښتینولۍ ته اړتیا لي. د داعش او نورو ترهګرو ډلې اصلي مرکزونه په پاکستان کې دي.»
د نړۍوالو چارو شنونکی ویس ناصري بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د هغو سوېتفاهمونو او تورونو د حل لپاره چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو له لوري د افغانستان د اوسني حاکمیت پر وړاندې مطرح کېږي؛ لکه د جیش محمد، سپاه صحابه، داعش، القاعده، ETIM او نورو یاغي او ترهګرو ډلو شتون او فعالیت چې ویل کېږي په افغانستان کې حضور لري او د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ بلل کېږي، لازمه ده چې د افغانستان اوسنی حاکمیت له ټولو نړیوالو بنسټونو سره په بشپړ صداقت او شفافیت همکاري وکړي.»
عبدالحق وثیق په دې مرکه کې پخوانی نظام د بهرني اشغال پایله بللې او ټینګار یې کړی، چې د اسلامي امارت استخبارات نن پاک، قانوني او د اسلامي شریعت پر بنسټ خپلې چارې مخته بیایي. هغه همداراز هغو کسانو ته چې له بهره د جګړې اعلانونه کوي، خبرداری ورکړی، چې هېڅ شرعي منطق نه لري او غوښتنه یې ترې کړې، چې د عفوې له فرمان په استفاده وکړي او د نورو د لاسونو وسیلې ونه ګرځي.
