د دوحې هوکړې له لاسلیک شپږ کاله تېر شوي دي؛ هغه تړون چې له مخې یې، افغانستان کې متحده ایالتونو خپله شل کلنه جګړه پایته ورسوله او په لاسلیک سره یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوې پاڼه واوښته؛ خو لا هم د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د بېباورۍ نښې نښانې لیدل کېږي.
افغانستان کې د امریکا له نږدې دوو لسیزو پوځي حضور وروسته، واشنګټن دې پایلې ته ورسېد چې کړکېچ له پوځي لارې نشي حل کېدای او له همدې امله یې د جګړې ځای مذاکراتو ونیوه.
د اسلامي امارت او امریکایي پلاوي ترمنځ لومړنۍ رسمي لیدنه د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۲مه په دوحه کې ترسره شوه؛ په دې ناسته کې ملا عبدالغني برادر، چې هغه مهال یې د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال په توګه کار کاوه، د امریکا د وخت بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپئو سره وکتل. د دغو خبرو اصلي محور د جګړې پای، د بهرنیو ځواکونو د وتلو چوکاټ ټاکل او د سولې بهیر د پیل لپاره زمینه برابرول وو.
د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ شوې ناستې
د لومړۍ ناستې په تعقیب، دویمه، درېیمه او څلورمه ناسته هم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې ترسره شوې:
- دویمه ناسته: ۱۶ نومبر ۲۰۱۸ دوحه – قطر
- درېیمه ناسته: ۱۷ ډسمبر ۲۰۱۸ ابوظبي ـ متحده عربي امارات
- څلورمه ناسته: ۱۹ جنوري ۲۰۱۹ دوحه – قطر
دغو ناستو د اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو د چارواکو ترمنځ د ۱۸ میاشتو خبرو اترو لپاره لاره هواره کړه. بالاخره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، له ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او د اسلامي امارت په استازیتوب ملا عبدالغني برادر، د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې د دوحې تاریخي تړون لاسلیک کړ.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمن آل ثاني هغه مهال ویلي وو: «موږ هیله لرو چې دا تړون به د ورور هېواد افغانستان د خلکو لپاره د ثبات او سوکالۍ په لاره کې مهم بدلون راولي او ورسره به د هغوی د امنیت، پراختیا او هوساینې موخې تحقق شي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش د دې هوکړې د لاسلیک پر مهال زیاته کړې وه: «د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې، چې د سیمې او نړیوالې ټولنې له پراخ ملاتړ سره مل دي، د کړکېچ د پایته رسولو لپاره به یوې سیاسي هوکړې لاره هواره کړي.»
د تړون پایلې او غبرګونونه
د دوحې تړون له لاسلیک وروسته، امریکا اعلان وکړ چې خپل ځواکونه به له ۱۳ زرو، ۸۶۰۰ ته راکم کړي او بشپړ وتل به د اسلامي امارت د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلي وي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت خپلو ځواکونو ته د بریدونو د نه ترسره کولو لارښوونه وکړه.
دغه تړون له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو او پایلې یې د امریکا پر وړاندې د باور کمېدل، سیاسي بېثباتي او په بېړه واک ته د اسلامي امارت رسېدل وبلل شول.
له شپږو کلونو وروسته اسلامي امارت دا تړون یوه مهمه سیاسي لاسته راوړنه او د جګړې د پای سند بولي. په همدې حال، دوحه کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سهیل شاهین او هغه مهال د اسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي غړی ټینګار کوي، چې اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې دی، خو امریکا په ځانګړي ډول د بنډیزونو د لرې کولو او اقتصادي همکاریو په برخه کې خپلې ژمنې په بشپړه توګه نه دي عملي کړې.
د دوحې تړون څلور اساسي ټکي
- د ۱۴ میاشتو په موده کې په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو وتل
- د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د نه کارولو ژمنه
- د یوې ټولشموله سیاسي هوکړې لپاره د بینالافغاني خبرو اترو پیل
- د سرتاسري او دایمي اوربند لپاره ګډې هڅې
ویل کېږي چې دغه تړون پټ ضمایم هم درلودل، چې تر اوسه په یې جزیات نه دي خپاره شوي. د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد په دې اړه وایي: «د باوري اسنادو پر بنسټ، هو؛ پټې ضمیمې موجودې وې. په دغو ضمیمو کې زیاتره تخنیکي موضوعات شامل وو، لکه د ځواکونو د وتلو څرنګوالی او مهالوېش، د وسلو انتقال او امنیتي تضمینونه. خو د راتلونکي سیاسي جوړښت او اقتصادي پرېکړو موضوعات پکې شامل نه وو.»
د نړۍوالو اړیکو بل شنونکی واحد فقیري بیا زیاتوي: «د دوحې په تړون کې دوه مهم ټکي وو: لومړی، په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو وتل چې عملي شول؛ دویم، د بینالافغاني مذاکراتو پیل او د لنډمهاله ټولشموله حکومت جوړېدل، خو دا برخه عملي نه شوه او بالاخره اسلامي امارت واک ته ورسېد.»
پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج د دې هوکړې په اړه زیاتوي: «د دوحې تړون پایله داسې شوه چې پر امریکا نړیوال باور کم شو او د افغانستان پخوانی حکومت په داسې ډول وپرځېد، چې ډېرو خلکو یې تمه نه لرله. ځینې کورنیو او بهرنيو کړیو د سولې په نوم تړون نقض کړ او په بېړه یې واک ته د رسېدو هڅه وکړه.»
سره له دې چې د دوحې له هوکړې شپږ کاله تېرېږي، خو امریکا او اسلامي امارت لا هم یو بل د دغه تړون د ځینو برخو پر نه عملي کېدو تورنوي. د اسلامي امارت د څلور کلنې واکمنۍ له تېرېدو سره سره، د دواړو لورو اړیکې لا هم د بېباورۍ تر سیوري لاندې پاتې دي.
