شوکت میرضیایف: د افغانستان پر وړاندې د ازبکستان تګلاره سټراټیژیکه او واقع‌بینانه ده

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي، افغانستان پر وړاندې یې د هېواد تګلاره سټراټیژیکه او واقع‌بینانه ده.

نوموړي له یورونیوز سره مرکه کې ټینګار کړی، ډېری هغو کسانو چې په لومړیو کې یې د افغانستان په تړاو د تاشکند د سیاستونو مخالفت کاوه، اوس یې په سم‌والي اعتراف کوي.

میرضیایف زیاته کړې، چې د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو، په ځانګړي ډول د ازبکستان له رغنده همکارۍ پرته، شونی نه دی او په خبره یې، هېواد یې تل د افغانستان په تړاو رغنده او اوږدمهاله تګلاره غوره کړې او هېڅکله یې د یاد هېواد د منزوي کېدو هڅه نه ده کړې.

د ازبکستان ولسمشر په دې مرکه کې همداراز ویلي، چې د سرپرست حکومت چارواکي توانېدلي د افغانستان اوسنی وضعیت سم لوري ته بوزي او خپلې سرچینې د هېواد پر بنسټیزو پروژو او پرمختګ متمرکزي کړي.

ښاغلي میرضیایف زیاته کړه: «افغانستان باید د نویو سټراټیژیکو فرصتونو له اړخه وارزول شي، په نړۍوالو اقتصادي بهیرونو کې د فغانستان ادغامېدل، په ځانګړي ډول د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو له لارې، خورا مهم دی.»

د ازبکستان ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړې، چې تاشکند چمتو دی له اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو سره په ګډه، له بحرانه د افغانستان وتلو په پار مثبتې تګلارې رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

شوکت میرضیایف همداراز ټینګار کړی چې هېواد به یې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او په خبره یې، د دغه هېواد بیارغونه د اروپایي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو په ګټه ده.

ازبکستان د افغانستان شمالي ګاونډی او په منځنۍ آسیا کې یو پیاوړی هېواد دی، چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو راهیسې یې هڅه کړې چې له کابل سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې اړیکې وساتي او د افغانستان په قضایاوو کې بې‌پریتوب غوره کړي.

دغه هېواد د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۸مه، په رسمي توګه تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر ومانه او له هغې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړې او تر اوسه یې په اړیکو کې کومه ترینګلتیا او یا هم ناندرۍ نه دي رامنځته شوې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد