شفقت‌ علي‌خان: افغانستان سره د ورورۍ او مثبتو اړیکو غوښتونکي یو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي‌خان وایي، چې اسلام‌آباد له افغانستان سره د ښو او نیکو اړیکو غوښتونکی دی. د دغه وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې زیاتوي، چې د ځینو ګواښونو له منځه وړل به، نه یوازې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، بلکې د سیمې پر ثبات هم مثبت اغېز ولري.

شفقت علي‌خان په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «افغانستان زموږ مهم ګاونډی دی. موږ افغانستان سره د ورورۍ او دوستۍ اړیکې غواړو. خو دا موضوع لا هم د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو پر وړاندې لوی خنډ دی. د دې ستونزې حل به، نه یوازې د دواړو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز ولري، بلکې پر سیمه‌ییز اتصال، سیمه‌ییز ادغام او سیمه‌ییزې سوکالۍ به هم اغیزه ولري.»

له دې سره هم‌مهاله، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان په اړه د پاکستان دوه‌ګوني سیاست ته په اشارې وایي، چې د پاکستان تعامل تر ډېره شعاري بڼه لري. د دوی په باور، که پاکستان غواړي افغانستان سره تلپاتې او امن اړیکې ولري، باید عملي او رغندره تګلاره غوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انگار په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ تلپاتې اړیکې یوازې په هغه صورت کې امکان لري، چې په رښتینې توګه باور جوړونه وشي او د افغانستان په اړه د پاکستان دوه‌ګوني سیاستونو ته د پای ټکی کېښودل شي. له دې پرته به، د همکارۍ او سیمه‌ییزې همپالنې فرصتونه له منځه لاړ شي او دواړه هېوادونه به زیان وویني.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید عبادالله صادق د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تل دوه‌ګونی دی. له یوې خوا د تعامل غوښتنه کوي او له بلې خوا د تقابل تګلاره تعقیبوي. د دوی تعامل تر ډېره په شعار او خبرې پورې محدود دی، خو تقابل یې بیا په ملي، سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه مطرح کېږي او وخت ناوخته دغه هېواد کې پېښېدونکې پېښې افغانستان او هندوستان پورې تړي. که پاکستان واقعاً وغواړي، افغانستان سره له سیاسي، امنیتي، تجارتي او ټرانزیټي اړخه سمې اړیکې جوړې کړي، په کار ده، عملي او رغنده تګلاره غوره کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد بیا د پاکستاني چارواکو د دې څرګندونو په اړه زیاتوي: «پاکستان هېڅکله د افغانستان له خلکو سره د ښه ګاونډي‌توب او رښتینې تګلارې پر بنسټ، چلند نه دی کړی، بلکې تل یې افغانستان سره چل او د استخباراتي برنامو په سترګه کتلي دي. هغه څه چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، عملاً برعکس دي او داسې ښیي، چې د دوی خبرې صادقانه نه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې کابل د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان، چین او پاکستان درې‌اړخیزې غونډې کوربه و. د دې غونډې اصلي محور د ترهګرۍ پر وړاندې د همکاریو پراختیا او همداراز د سوداګرۍ، ټرانزیټ، مخدره توکو پر وړاندې مبارزې او د پاکستان – چین دهلېز سره د افغانستان یو ځای کېدو په برخو کې د همکاریو زیاتوالی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *