قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست وایي، چې د یوناما دفتر په هېواد کې اړمنو ته د بشري مرستو په رسولو کې اساسي رول لري، خو ټینګار کوي چې د دوی راپورونه باید د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ او په خبره یې، د درېیو میاشتو لپاره د یوناما د ماموریت تمدید کافي نه دی.
په ورته وخت کې، یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو د ماموریت فعالیتونه د خلکو د ژوند په ډاډمنولو کې مهم رول لوبوي. دوی خبرداری ورکوي چې که د ملګرو ملتونو شرایط پوره نه شي، ښایي د ماموریت د فعالیتونو ځنډولو ترڅنګ، د نړۍوالو مرستو کچه هم راکمه شي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د مارچ په ۱۶مه په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځاوه. د دې پریکړې له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی به د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې پورې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.