سیمهییزو مېکانیزمونو ته د افغانستان بېرته ورګډېدو هڅو په دوام، په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر اعلان کړی چې افغانستان چمتو دی د ناظر هېواد په توګه د شانګهای همکاریو سازمان سره بېرته همکارۍ پیل کړي. هغه د روسیې له دولتي ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې هیله لري د افغانستان استازي د شانګهای همکاریو سازمان په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي او لا فعاله ونډه واخلي. د نوموړي په وینا، د مسکو او بیجینګ د هڅو او سلا مشورو په پایله کې د دې سازمان ډېری غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان بیاځلي فعال ګډون «ممکن او عملي» دی.
ګلحسن حسن په دې اړه زیاته کړې: «افغانستان د شانګهای همکاریو په سازمان کې د ناظر هېواد په توګه چمتو دی چې له دې سازمان سره خپلې همکارۍ بېرته پیل کړي. د دې سازمان ډېری غړي هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان فعال ګډون بېرته ممکن او عملي دی.»
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انگار بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د شانګهای همکاریو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب یو حیاتي ګام دی چې کولی شي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي او په عین حال کې د افغانستان انزوا کمه کړي. دا به د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان منظم او تدریجي تعامل ته لاره هواره کړي.»
په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر همداراز ویلي چې د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د شمېر زیاتوالي هڅې روانې دي او په خبره یې، د دواړو هېوادونو د وګړو تګ راتګ زیاتوالي په اړه هم هڅې روانې دي، چې ورسره سم به د الوتنو شمېر هم زیات شي.
په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې زیاته کړې: «په تېرو څلورو کلونو کې، د آریانا افغان هوايي شرکت هره اوونۍ د افغانستان او روسیې ترمنځ یوه مستقیمه الوتنه کړې ده. همدارنګه په نږدې راتلونکې کې د کامایر له لوري د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل لپاره هڅې روانې دي او د دواړو هېوادونو د وګړو تګ راتګ زیاتوالي هڅې هم دوام لري.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دې ته په کتو چې روسیه او چین دا مهال له افغانستان سره نږدې اړیکې او اقتصادي همکارۍ لري، دا تعاملات کولی شي په تدریجي ډول د سیمې په کچه د افغانستان سیاسي اعتبار لوړ کړي.»
په همدې توګه، باید ولیدل شي، چې د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا تر کومه بریده کولی شي د سیمې او د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د تعامل زمینه برابره کړي.
د سیاسي چارو بل شنونکی سید عبادالله صادق بیا په دې اړه داسې وایي: «دا یو قوي فرصت دی چې په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر وکولای شي له روسیې سره د همکاریو په اړه، که د شانګهای د سازمان په چوکاټ کې وي او که د نورو هېوادونو سره د سیاسي تعاملاتو په برخه کې، خبرې او سلا مشورې وکړي. روسیه د هغه هېواد په توګه چې افغانستان یې په رسمیت پېژندلی، کولی شي اغېزمن او مثبت رول ولوبوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسلامي امارت د سفیر باورلیک، د اړیکو پیاوړتیا او په سیمه کې د اسلامي امارت د جایګاه ساتلو په موخه منلی و.
