آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلامآباد ترمنځ د ترینګلیتاوو په لړ کې، قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین وايي، اسلامي امارت له پاکستان سره د ترینګلیتاوو حل لپاره مشخصه او منطقي کړنلاره لري او سولهییز حل ته یې ژمن دی.
شاهین آفاق خبري آژانس ته وايي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د حل په موخه د سیمې د منځګړو هېوادونو له هڅو مننه او اسلامي امارت یې له هڅو هرکلی کوي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین آفاق خبري آژانس ته وايی:« اسلامې امارت د مسایلو د حل لاره روښانه او پریکنده ده او غواړي چې مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي، خو دا حل لارې باید معقولې وي یعنې د دواړو اړخونو منطقي غوښتنې په پام کې ونیول شي او له هغو هېوادونو چې په دې لاره کې رښتیني هڅې کوي مننه کوو.»
له دې سره هممهاله، د پاکستان د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر هم د ترینګلیتاوو په سولهییز حل ټینګار کړی او له سیاسي لارې یې د حل غوښتنه کړې.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی زیاتوي:« خلک باید خبر او پوه شي چې اصل موضوع څه ده، خو کېدای شي ځینې یې ونه پوهیږي. پرون د ځینو خلکو ترمنځ بحث وو چې طالبان د پاکستان له خوا جوړ شوي دي، خو اوس ډېرو خلکو له پاکستانه لاس اخیستی او مرسته نه غواړي؛ د پاکستان لپاره دا کار په یوې تیروتنې بدل شوی دی.»
دا چې د افغانستان او پاکستان ترینګلیتاوې نه دي حل شوي، ګاونډي او د سیمي یو شمیر هېوادونه هڅه کوي، چې د اختلافونو د حل په موخه منځګړیتوب وکړي.
په تازه مورد کې سعودي عربستان، چین او تاجکستان هم د ترینګلیتاوو د حل او سیمې د ثبات په موخه د منځګریتوب په هکله ویلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور په یوه برخه کې راغلي:« د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیي، د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراجالدین مهرالدین سره په خبرو کې افغانستان د دواړو هېوادونو ګډ ګاونډی وباله او ټینګار یې وکړ چې باید د سولې، ثبات او بیا رغونې د پیاوړتیا په لاره کې له دې هېواد سره همکاري وشي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق وايي:« پاکستان باید په رښتینې او منطقي توګه له افغانستان سره سیاسي خبرې پیل کړي؛ که په قطر کې وي، که په اسلامآباد کې یا حتی په ایران کې، اړینه ده چې پاکستان خپل وړ کسان او سیاستوال په صادقانه توګه معرفي کړي څو د افغانستان حکومت او د اسلامي امارت اداره وکولای شي اغیزناکو مذاکراتو ته داخل شي.»
د ویلو ده، چې له دې بدلونونو سره سره، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو پیل په موخه یو لوړپوړی ترکي پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.
اوس وکتل شي، چې ددې پلاوي سفر به د کابل او اسلامآباد ترمنځ کړکیج له منځه یوسي او که نه.
