آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د کابل او ریاض ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه سعودي عربستان ته تللی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر ایکس پاڼه لیکلي، چې ښاغلی متقي د سعودي عربستان د چارواکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی او دا تشریفات یې د ریاض د ښه نیت نښه بللې. ذبیح الله مجاهد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بللی دی.
د سیاسي چارو شنونکي عیسی اسحاقزي په دې اړه آفاق ته وویل: «سعودي عربستان د منځني ختیځ د منازعاتو په حل او د روسې او اوکراین د ترینګلتیاوو په کابو کولو کې مهم رول لوبولی دی؛ سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د نوښت او پرمختګ په لټه کې دی.»
بلخوا د نړۍوالو اړیکو شنونکي له اسلامي نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل په برخه کې د سعودي عربستان رول مهم بولي او ټینګار کوي، چې سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو په منځ کې خپل ځای ته په کتو، کولی شي د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې مرسته وکړي.
د نړۍوالو اړیکو شنونکی سمیر انگار په دې اړه زیاتوي: «سعودي عربستان ته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سفر د کابل او ریاض ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې یو مثبت او مهم ګام دی. سعودي عربستان کولی شي د افغانستان په ثبات کې غوښن رول ولوبوي او همداراز دا سفر نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول لویدیځ ته دا پیغام رسوي، چې د له عربي او اسلامي هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د پراختیا په حال کې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو ډېری شمېر هېوادونو له سرپرست حکومت سره اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې د پراختیا په حال کې دي.