سرچینه: د امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی نن مسکو ته روانېږي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: یوه سرچینه آفاق خبري آژانس ته وایي، چې تمه ده د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ شي. ټاکل شوې د مسکو فارمټ اوومه غونډه، سبا د اکتوبر په ۷ نېټه د روسیې پلازمېنه مسکو ښار کې ترسره شي. دا څو اړخیزه مشورتي غونډه د افغانستان د ټیکاو، امنیت او سولې لړۍ د همغږۍ په اړه د سیمې هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو په موخه جوړیږي.

د چارو ځینې شنونکي د مسکو فارمټ غونډه کې د اسلامي امارت د چارواکو له حضور څخه په هرکلي وایي، چې په دا ډول غونډو کې د بهرنیو چارو وزیر ګډون د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصت دی.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «د مسکو فارمټ په غونډه کې د اسلامي امارت حضور، د سیمې په کچه د افغانستان دریځ پیاوړی کوي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په اقتصادي او ډيپلوماټیکو برخو کې د اړیکو پراختیا زمینه برابروي.»

د نړیوالو چارو شنونکی نثار احمد شیرزی بیا آفاق سره د دې غونډې په اړه زیاتوي: «که څه هم له لومړیتوب لرونکو هېوادونو سره زیات تعامل د اړیکو د پراخېدو نښه ګڼل کېدای شي، خو تجربه ښیي چې په تېرو کې له سیمه‌ییزو سیالیو پرته همکارۍ افغانستان ته ستونزې جوړې کړې دي. له همدې امله، په نوو تعاملاتو کې باید سیمه‌ییز حساسیتونه او سیالۍ په جدي توګه په پام کې ونیول شي.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر بیا د مسکو فارمټ غونډې په اړه داسې لیدلوری لري: «د مسکو فارمټ کنفرانس کې د ښاغلي متقي حضور ښيي چې د مسکو فارمټ ګروپ غړو د افغانستان په اسلامي امارت ډیر باور ترلاسه کړی. دا ډول کنفرانسونه د اړیکو د پیاوړتیا او د مهمو هیوادونو ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره یو مناسب فرصت دی.»

د مسکو فارمټ غونډه یوه مهمه سیمه ییزه راغونډیدنه ده چې په سیمه کې د اقتصادي، امنیتي او دیپلوماتیکو همکاریو په اړه راڅرخیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *