سراج الدین حقاني د یووالي ترڅنګ د هېواد له حریم څخه ساتنه د ټولو افغانانو ګډه دنده ګڼي

آفاق خبري آژآنس؛ کابل: د کورنیو چارو وزیر زابل ولایت ده د سفر پر مهال، له ځایي مسوولینو، عالمانو او قومي مخورو سره د لیدنې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د افغانستان له حریم څخه ساتنه د ټولو ګډه دنده ده.

نوموړي په دې غونډه کې وویل چې یوالی او پیوستون یوازې له وګړو سره نه رامنځته کیږي، بلکې له رهبرۍ سره د صادقانه او مخلصانه ژمنتیا له مخې رامنځته کیږي.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي:«د افغانستان له حریم څخه ساته د ټولو افغانانو ګډه دنده ده، یووالی او پیوستون یوازې له وګړو سره نه رامنځته کیږي، بلکې له رهبرۍ سره د صادقانه او مخلصانه ژمنتیا له مخې رامنځته کیږي.»

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې د هېواد وضعیت د پرمختګ په حال کې یاد کړ او ټينګار یې وکړ چې ستونزې به ورو ورو کمې شي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټول هېواد کې ملي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او د خلکو د هوساینې او پراختیا په برخه کې مهم رول لري.

د کورنیو چارو وزیر دغه راز ټینګار وکړ چې د ملي عوایدو زیاتوالی د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې زمینه برابروي.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي:«هېواد د پرمختګ په حال کی دی او ستونزې به ورو ورو کمې شي، ټول هېواد کې ملي پروژې پلي کیږي او د ملي عوایدو زیاتوالی د اقتصاد د ځان بسیاینې زمینه برابروي.»

په همدې تړاو د سیاسي چارو ځينې شنونکي له ولس ره د چارواکو لیدنې او خبرې د حکومت او ملت ترمنځ د باور د پیاوړتیا او حکومت پر وړاندې د ویجاړونکو افکارو د مخنیوي لامل ګڼي.

تر دې وړاند د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، پر ښې حکومتولۍ ټینګار کړی وو او د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد هم په کندهار کې د پګړۍ تړلو مراسمو کې ویلي وو چې دمګړۍ په افغانستان کې له فساده پاک نظام حاکم دی او په ټول هېواد کې امنیت خوندي دی.

نوموړي زیاته کړې وه چې د حکومت او ملت ترمنځ د یووالي پیاوړتیا د ویجاړونکو جریانونو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *