ریچارډ لینډسي: بریټانیا د دوامداره ملاتړ لپاره د افغانانو ترڅنګ دریږي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ۲۰۲۶ کال له پیل سره افغانستان په داسې حال کې نوي کال ته دننه کیږي چې تیر کال په سیاسي، اقصتادي او دیپلوماتیکو برخو کې د پرمختګونو شاهد وو.

د بهرنیو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې، د زیربنایي پروژو پلي کېدل او د اقتصادي وضعیت پر ښه والي تمرکز په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه وې.

په ورته مهال، د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د یو پیغام په خپرولو سره له افغانانو د بریټانیا له دوامدار ملاتړه خبر ورکړی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او له ثبات، فرصت او با عزته راتلونکي څخه ملاتړ ته ژمن دی.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینډسي وایي: « موږ افغانانو ته د سوله ییز، خوندي او هیله مند ۲۰۲۶ کال هیله کوو. بریټانیا ستاسو تر څنګ ولاړه ده او د ټولو لپاره د ثبات، فرصت او وقار پر بنسټ د راتلونکي ملاتړ ته ژمن پاتې کیږي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي:«افغانستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه پراخ ظرفیتونه او وړتیاوې لري، په ځانګړې توګه د امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخو کې. له همدې امله، د نړۍ شاوخوا هیوادونه، په ځانګړې توګه لویدیځ هیوادونه، دې حقیقت ته رسیدلي چې په افغانستان کې اوسنی واکمن نظام یو موجود واقعیت دی او دوی باید خپلې اړیکې ورسره تنظیم کړي.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي ټينګار کوي چې اسلامي امارت راتلونکی کال باید د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ګډو ګټو او تفاهم فضا د پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتې کړي او خپلې بهرنۍ اړیکې په فعال او اغیزناک ډول منظم پړاو ته ورسوي.

مطالب بیشتر:  د طبیعت پرله پسې غوسه؛ شمالي کې ولایتونو کې زلزلې لسګونه کورنۍ د ویر په ټغر کینولې

د دوی په اند د ثبات، پراختیا او افغانستان د نړیوال ځای لپاره دا ډول کړنلاره ډیره حیاتي ده او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي وايي:«په ۲۰۲۶ کال کې، اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تفاهم او ګډو ګټو فضا نوره هم پیاوړې کړي او اړیکې منظمې، فعالې او اغیزناک پړاو ته ورسوي، ځکه چې دا اقدامات د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره خورا مهمې او حیاتي دي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په څلورو کلونو کې تل هڅه کړې چې د سیمې او له سیمې ور ها خوا هېوادونو سره رغنده تعامل وکړي، هغه هڅه چې تیر کال هم په سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو کې له پراختیا سره په دې برخه کې مهم ګامونه پورته شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *