ذبیح الله مجاهد: پاکستان په نړۍواله کچه د افغانستان پر وړاندې دسیسې جوړوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، له یوې کورنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان په نړیواله کچه د افغانستان پر وړاندې دسیسې او تبلیغات کوي، خو اسلامي امارت له دغه هېواد سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي.
ښاغلي مجاهد په دې مرکه کې ویلي”پاکستان د افغانستان په وړاندې ښه نیت نه لري، داعش ډله تمویلوي، هغوی ته پټنځایونه ورکوي او بیا یې افغانستان ته راستوي.”

نوموړې هغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګواکې د پاکستان د حکومت مخالفین په افغانستان کې حضور لري او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت هېچاته د دې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.

په همدې حال کې، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، له ملګرو ملتونو غوښتي چې “د افغانستان دننه د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې ملاتړ وکړي.”
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسحاق ډار دا غوښتنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، سره لیدنه کې مطرح کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او دواړه لوري پر یو بل تورونه لګوي.
تر دې مخکې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان ادعا کړې وه چې “په افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه د ترهګرو ډلو حضور دی، چې افغان لوری باید دا مسله حل کړي.”

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، هم پخوا ټینګار کړی و چې اسلامي امارت باید له اسلام‌آباد سره د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد