آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې راپور رد کړ او هغه یې “پروپاګندا” وبلله.
نوموړي ټینګار وکړ چې دا راپور د افغانستان د امنیتي وضعیت ریښتینی انځور نه څرګندوي او موخه یې په نړیواله کچه د اسلامي امارت منفي انځور ښوودل دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:« له بده مرغه، افغانستان د جګړو او نا امنیو شاهد وو، خو اوس وضعیت د پام وړ ښه شوی او په ډېرو برخو کې کنټرول شتون لري، چې دا د نظام ښه او موثر پرمختګ دی. د دې پر ځای چې ستاینه وشي، اسلامي امارت د نظام او افغانستان پر ضد تبلیغات کیږي او موږ دا ردوو، ځکه چې دا له عیني حقایقو سره سم نه دی او موږ دا راپور ردوو.»
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې کمیټې امنیت شورا ته په خپل ۱۶راپور کې د اسلامي امارت دا ادعا چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې نه دي بې باوره بللې او خبرداری یې ورکړی چې دې هیواد ته ګاونډیان د سیمه ییزې بې ثباتۍ د سرچینې په توګه ګوري.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، له ۴.۵ میلیونه ډیر افغان کډوال، چې ډیری یې له ایران او پاکستان څخه دي، په زوره افغانستان ته راستانه شوي دي.
د ملګروملتونو پر بندیزونو د څار کمېټې د راپور یوه برخه کې راغلي:« د اسلامي امارت دا تکراري ادعا چې هیڅ وسله واله ډله د افغانستان له خاورې کار نه اخلي بې باوره ده او ګاونډي هیوادونه په زیاتیدونکې توګه افغانستان ته د سیمه ییزې بې ثباتۍ د لامل په توګه ګوري.»
د سیاسي چارو ځینې شنونکي د یادې کمېټې راپور ته په اشارې سره وايي چې یاد راپور سیاسي بڼه لري او تر ډیره د پاکستان د ګټو له مخې جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې مشري په ۲۰۲۵ کال کې د (۱۹۸۸ کال پریکړه لیک) پر بنسټ پاکستان ته سپارل شوې ده.
د یادونې ده چې یاده کمېټه په ۲۰۱۱ کال کې د اسلامي امارت د چارواکو پر وړاندې د ځانګړو بندیزونو د پلي کولو د څارنې لپاره جوړه شوې وه.
