ذبیح الله مجاهد: د افغانستان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور ناسم او غیرعادلانه دی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي درې میاشتنی تازه راپور ردوي او ناعادلانه یې بولي.
ښاغلی مجاهد د دغه راپور په غبرګون کې زیاتوي، چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې وضعیت ښه شوی او په دې تړاو د هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو اندېښنې بېځایه دي.

هغه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: “افغانستان یو امن هیواد دی او خلک په امنیت کې ژوند کوي دا چې څلویښت کاله هیواد د جګړې او نا امنۍ قرباني وو، او اوس افغانستان کې ښه امنیت راغلی دی، او هېڅ ډول امنیتی ستونزې نشته، امنیت ورځ په ورځ مخ په ښه کیدو دی او امنیتی ځواکونه ورځ تر بلې تقویه کیږي او په سمه توګه خپله دنده مخته وړي له دې اړخه خلک باید هېڅ تشویش ونه لري دغه نړۍوال سازمان چې کومه اندیښنه څرګنده کړې بې ځایه ده.”

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل درې میاشتني راپور کې د افغانستان سیاسي او امنیتي پرمختګونو، سیمه‌ییزو همکاریو، بشري حقونو او اقتصادي مسایلو ته اشاره کړې وه او د دې راپور په ځینو برخو کې یې اندېښنې هم مطرح کړې وي.
ښاغلي ګوترش په دې راپور کې زیاه کړې وه، چې وروستیو درېیو کلونو کې د جګړې پر پایته رسېدو سربېره، د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی.

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج آفاق خبري آژانس ته په دې اړه وویل: “د نړیوال سازمان درې مياشتني راپورونه یو پر ځای راپور ده چې ستونزې ښکاره کوي، نړۍ او د افغانستان خلک ورته متوجه کوي، خو دا تر هغه وخت پورې چې د ستونزو د حل لپاره یو میکانیزم جوړ نشي او نړیږۍواله ټولنه د اسلامی امارت له مشرانو او خلکو سره دغه برخه کې مرسته ونه کړي ياد راپور یوازې د یو نظر په توګه پاتې کیږي.”

د نړۍوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال بیا په دې اړه آفاق ته وویل: “هیله لرو چې دغه راپور د یوه ټاکلي کمیسیون د متخصصینو له خوا و ارزول شي او هغه شیان چې د افغانستان له واقعیتونو لرې، دروغ او بې بنسټه دي ترمنځ یې فرق واقع شي او کومو برخو کې چې مرستو ته اړتیا ده په پام کې ونیول شي او پلان ورته جوړ شي تر څو افغانستان د نړیوالې ټولنې له ګوتنیونې خلاص شي.”

د ملګرو ملتونو سرمنشي په وروستي راپور کې همداراز افغانستان کې د سولې ټینګښت او له ګاونډیو هېوادونو سره پر سوله ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دا راپورونه په منظم ډول په هرو درېیو میاشتو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي له لوري امنیت شورا ته وړاندې کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد