آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې وایي چې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې په ښه ډول د پرمختګ په حال کې دي او زیاتوي چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پیژندنې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ اړیکو پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.
ښاغلي مجاهد د روسیې له تازه اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ، له نورو هېوادونو وغوښتل چې د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې برخه کې ورته ګامونه پورته کړي، هغه ګامونه چې په وینا یې کولی شي په سیمه کې د اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د ثبات لامل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: « د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکې ډېرې ښې د پراختیا په حال کې دي. تېر کال د روسیې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل یو ډېر لوی ګام وو او له دې اقدام سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې باور ښه شوی دی.»
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، په ۲۰۲۵ کال کې د روسیې د بهرني سیاست د مهمو لاسته راوړنو په اړه بیانیه کې د مسکو او کابل اړیکو ته په اشارې سره ویلي چې د اسلامي امارت رسمیت پیژندنې په بیلابیلو په ځانګړې توګه د سیمه ییز امنیت برخو کې د بین الدولتي همکاریو زمینه برابره کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي:« په جولای میاشت کې د روسیې له لوري د افغانستان د اسلامي امارت په رسميت پیژندلو سره په بیلابیلو په ځانګړې توګه د سیمه ییز امنیت په برخه کې، د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ لپاره لاره هواره شوه.»
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وايي:«افغانان تل غواړي چې د سیمې او له هغې ور هاخوا هیوادونو سره متوازنې بهرنۍ اړیکې ولري. دا مسله نه یوازې یو سیاسي انتخاب دی، بلکې د افغانانو یوه اساسي اړتیا هم ده چې د سیمې او له هغې ور هاخوا ټولو هیوادونو سره ښې او رغنده بهرنۍ اړیکې ولري.»
په ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي له روسیې سره د اړیکو پیاوړتیا د سیمې له نورو هېوادونو سره د اړیکو رامنځته کېدو لاره ګڼي.
د ویلو ده چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پیژندنه نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي تعاملاتو کې د ټاکونکي ټکي په توګه وو، بلکې د سیمه ییز امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ او لیږد رالیږ په څير برخو کې یې د همکاریو د پراختیا لپاره لاره پرانیستله او د کابل او مسکو ترمنځ اړیکو کې د نوي څپرکي د پیل نښه بلل کیږي.
