آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي، د امریکا او افغانستان په اړیکو کې په افغانستان کې د امریکا د حضور ۲۰ کلنه دوره یوه استثنايي دوره بللې او ویلي یې دي چې دمګړۍ د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د رغاونې او پراختیا لپاره کوم جدي خنډ نه لیدل کیږي.
نوموړي د کندهار هوایي ډګر او کجکي بند په څیر پروژو کې د امریکا مثبت رول ته په اشارې سره ټینګار کړی چې د دوحې هوکړه لیک د دواړو لورو ترمنځ عملي شوی او کولی شي له حقیقي چلند سره، په اړیکو کې نوي فرصتونه رامنځته شي.
د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي وایي:«د اشغال دقیقا شل کاله د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې یو استثنایی پیر وو. له دې مرحلې ها خوا، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نه یوازې د پام وړ پیچلې نه دي، بلکې د کندهار هوايي ډګر او په هلمند کې د کجکي بند په څیر لویو زیربنایي او پراختیایي پروژو کې د متحده ایالاتو مثبت رول له پامه نشي غورځول کیدی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی او د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
امیر خان متقي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تعامل یو نوي پړاو ته دننه شوی او د اړیکو د پراختیا لپاره فرصتونه شته.
په دې لیدنه کې، زلمي خلیلزاد د دوه اړخیزو لیدنو پر دوام ټینګار کړی.
د بهرنوی چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل وايي:«په دې لیدنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو بحث وشو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو تر څه باندې څلورو کلونو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت او امریکا ترمنځ تعامل په عملي توګه نوي پړاو ته دننه شوی دی.»
په ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنونکي له لویو نړیوالو قدرتونو سره د اړیکو پیاوړتیا د افغانستان په ګټه ګڼي.
دوی ټینګار کوي چې د اسلامي امارت او د امریکا په څېر هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تعامل ساتل یو مثبت او اړین ګام دی، ځکه چې دا هېوادونه په نړیوال سیاست کې پرېکنده رول لوبوي او د افغانستان په ګټه د مهمو پرېکړو په کولو کې اغېزناک تمامیدی شي.
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي وايي: «په ټولیزه توګه، د امریکا، اروپايي ټولنې، روسیې، چین او نورو هېوادونو په څېر له لویو نړیوالو قدرتونو سره د اسلامي امارت د اړیکو او تعاملاتو ساتل یو مثبت او اړین ګام دی، ځکه چې دا هېوادونه په نړیوال سیاست کې مهم او پرېکنده رول لوبوي او د افغانستان په ګټه د مهمو پرېکړو په کولو کې اغېزناک تمامیدی شي.»
د ویلو ده چې تر دې وړاندې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بولر، د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره یو ځای د لومړي ځل لپاره کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د بندیانو د خوشې کولو، دوه اړخیزو اړیکو او قونسلي خدماتو په اړه خبرې وکړې.
