ذاکر جلالي: د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه د امنیتي لید او اقتصادي همکاریو بدلون ښيي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د دوحې د غونډې په دویمه ورځ، قطر نن د افغانستان او سیمه ییز نښلون کې د دغه هېواد د رول په اړه د ځانګړې غونډې کوربه وو.

په دې پنل کې، د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت یو استازي په رسمي ډول حضور موندلی او ټاکل شوې د ازبیکستان او قطر د استازو ترڅنګ وینا وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي، دا غونډه افغانستان ته د امنیتي لید د بدلون نښه او د اقتصادي او پراختیايي همکاریو پر لور حرکت ګڼلی دی.

د نړیوالو چارو د یو شمېر شنونکو په باور، د دوحې فورم غونډه کې د اوسني حکومت د استازو ګډون ښيي چې افغانستان لا هم په بشپړه توګه نه دی منزوي شوی او د دې حضور بڼه او کچه کولی شي د هېواد پر دیپلماتیک ځای اغیز وکړي.

د نړیوالو چارو شنونکی عمر صمد وايي:«د دوحې په فورم کې د اوسني حکومت د استازو ګډون ښيي چې افغانستان په بشپړه توګه نه دی منزوي شوی او لا هم په پام کې نیول کیږي. خو مهمه خبره دا ده چې د بحث موضوعات او محورونه به څه وي او د افغانستان یا سیمې پورې اړوند کوم مسایل به په کې بحث شي. د افغانانو د ګډون ډول – که رسمي وي، غیر رسمي وي یا نیمه رسمي – د افغانستان د داعیې په پیاوړتیا کې هم رول لوبوي.»

د یادونې ده چې، د ۲۰۲۵ کال د دوحې غونډه تیره ورځ د ۱۶۰ هېوادونو د شاوخوا پنځه زره ګډون کوونکو په حضور سره پیل شوه.

د لومړۍ ورځې بحثونه او ویناوې تر ډیره په نړۍ کې پر اوسنیو بحرانونو متمرکزې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *