ذاکر جلالي: افغانستان کولی شي د منځنۍ، لویدیځ او سویلي آسیا ترمنځ د نښلون پل شي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي په تهران کې د روسیې په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو له غونډې وروسته وویل چې افغانستان نور د بحران د مدیریت لپاره یوه موضوع نه ګڼل کیږي، بلکې د خپل جیو-اقتصادي موقعیت، ښه نیت او د اقتصاد محوره پالیسۍ په پام کې نیولو سره، افغانستان کولی شي د منځنۍ آسیا، لویدیځې آسیا او سویلي آسیا ترمنځ پل شي.

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې د دې تګلارې په چوکاټ کې به د سیمې هیوادونه وکولی شي د افغانستان له ټرانزیټ، سوداګرۍ او ارتباطي ظرفیتونو څخه په اغیزناکه توګه ګټه پورته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي وایي:«نن ورځ افغانستان نور د بحران د مدیریت موضوع نه ګڼل کیږي؛ بلکې، د افغانستان جیو-اقتصادي موقعیت، د اوسني حکومت ښه نیت او اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ ته په پام سره، دا هیواد کولی شي د منځنۍ آسیا، لویدیځې آسیا او سویلي آسیا ترمنځ یو اغیزناک پل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي:«د داسې غونډو جوړیدل، چې اجنډا یې د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکه نه وي، د افغانستان په ګټه نه دی، او په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي شتون په اړیکو کې کومه ستونزه نه رامنځته کوي.»

د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، ګډونوالو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو د اقتصادي پراختیا او د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره له افغانستان سره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو پر وړاندې د ترهګرو ډلو د هر ډول فعالیتونو له امله رامنځته شوي ګواښونه له منځه یوسي.

د روسیې په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې ګډه بیانیه وایي چې:«سیمه ییزه همکاري، جامع خبرې اترې، او د عملي حل لارو غوره کول په افغانستان کې د ثبات، امنیت او اقتصادي ودې د پیاوړتیا لپاره اړین دي او دا اقدامات یوازې د ټولو خواوو د فعال ګډون له لارې مثبتې پایلې لرلی شي.»

بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا د چارو عمومي رییس محمد رضا بهرامي په تهران کې سیمه ییزه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نه حضور ته په اشارې سره وویل چې په غونډه کې د افغان پلاوي نه شتون به د تهران او کابل ترمنځ پر اړیکو هیڅ منفي اغیزه ونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وایي«په داسې یوه پروسه کې، د افغانستان لپاره اړینه وه چې په فعاله توګه برخه واخلي او په سیمه کې د هیوادونو د اندیښنو په حل کې مستقیمه همکاري وکړي. که چیرې دا همکاري او تعامل په اغیزناکه توګه رامنځته شي، نو افغانستان کولی شي د ګاونډیو هیوادونو له اندیښنو پرته د خوندي، سوله ییز او باثباته چاپیریال په رامنځته کولو سره په اسلامي او سیمه ییز ګډ ژوند کې ځای په ځای شي.»

د روسیې په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو، غونډه د یکشنبې په ورځ، په تهران کې ترسره شوه.

د غونډې موخه د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمه ییزې همکارۍ پیاوړتیا او د سیمې پر امنیت، ثبات او پرمختګ یې د اغیزو څیړل وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *