آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له نوي رییس جان آیلیف سره لیدنه کې ویلي، چې د بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې انکشافي برخې ته هم توجه زياته شي او په خبره یې، اوس د دا ډول پروژو پلي کولو لپاره غوره فرصت رامنځته شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي آیلیف افغانستان کې د سراسري امنیت او راستنېدونکو ته د اسلامي امارت خدمتونو په اړه خوښي څرګنده کړې او د مرستو زیاتوالي ژمنه یې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر ګډو همکاریو او د افغانانو لپاره د بهرنیو مرستو پر را جلبولو ټینګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاءاحمد تکل، د دې لیدنې په اړه زیاتوي: « محترم وزیر په افغانستان کې د WFP له خوا د وړاندې شویو مرستو مننه وکړه، او ټینګار يې وکړ چې د بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې انکشافي برخې ته هم توجه زياته شي، ښاغلي متقي یادونه وکړه چې اوس په افغانستان کې ډېرې ناخوالې له منځه تللي او د انکشافي پروژو د ترسره کولو ښه فرصت راغلی دی.»
له دې سره هممهاله د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې یوازې پر بشري مرستو تکیه د حل لار نه ده، بلکې د پراختیایي پروژو پلي کېدل کولی شي سیمهییز اقتصاد پیاوړی او پر نړۍوالو مرسته تکیه را کمه کړي. د دوی په خبره، د خوړو نړۍوال سازمان باید د کرنې، تغذیې زدهکړې او د معیشت پروژو پیاوړتیا په برخو کې خپل رول پراخ کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې تړاو آفاق خبري آژانس ته وایي: «د خوړو نړۍوال پروګرام کولی شي افغانستان کې د مرستو رسولو په برخه کې اساسي رول ولوبوي. خو تاسو پوهېږئ، چې بشري مرستې یو بار مصرف مرستې دي او هېڅ راز اقتصادي موثریت نه لري یوازې کولی شي، چې هېواد کې د بېوزلۍ مخه ونیسي.»
د اقتصادي چارو شنونکی فردوس بهگرین آفاق خبري آژانس سره خبرو کې داسې لیدلوری لري: «د WFP له رییس سره د بهرنیو چارو وزارت لیده کاته کولی شي، چې مطلوبې پایلې ولري، د خوړو نړۍوال پروګرام تل داسې برنامې لري، چې له خلکو سره یوه بوجۍ اوړه او غوړي کمک وکړي، خو که په داسې برنامو کار وشي، چې د افغانستان د خلکو لپاره اوږدمهال کې مرسته وکړي او یا د هغوی لپاره د کار زمینه برابره شي، زما په نظر دا به د مرستو تر وېش غوره وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو دوو لسیزو کې افغانستان سره بهرنیو مرستو تر ډېره بشري بڼه لرله او یوازې پر بېړنیو اړتیاوو لکه خوړو، روغتیا او سرپناه متمرکزې وې.
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، ډېریو نړۍوالو بنسټونو افغانستان سره خپلې مرستې محدودې او یا هم مشروطې کړې. خو په هېواد کې د سراسري امنیت په ټینګښت سره، اوس د دې زمینه برابره شوې، څو نړۍوالې بشري مرستې په پراختیایي مرستو بدلې شی.