آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آفاق خبري آژانس ته وایي، چې سرپرست حکومت د نورو کلونو په څېر هر کال د بهرنیو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې هدفمند ګامونه اوچتوي.
د ښاغلي مجاهد په خبره، اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره هم د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی او هڅه کوي د اړیکو کچه لا زیاته پراخه کړي.
د اسلامي امارت ویاند همداراز زیاتوي، چې د سرپرست حکومت یو له لومړیتوبونو د ډیپلوماټیکو استازولیو کچې زیاتوالی او د قونسلي خدمتونو غورهوالی دی.
ذبیح الله مجاهد په دې اړه زیاته کړه: «موږ هر کال په خپله بهرنۍ سټراټيژۍ کار کوو او په هغه کې د پرمختګونو یوه ټولګه په پام کې لرو؛ په دې سره به هم له هېوادونو سره زموږ اړیکې پراخې شي او هم به د اقتصادي ودې او سوداګرۍ په برخه اسانتیاوې برابرې او د هېواد د صادراتو او وارداتو ارزونه به هم شوې وي.»
ذبیح الله مجاهد وایي، اسلامي امارت پلان لري راتلونکی کال په خپل بهرني سیاست کې د پرمختګ یو پکېج عملي کړي. د هغه په خبره، دا پکېج له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ په برخو کې د اسانتیاوو برابرولو، د اقتصادي وضعیت ښهوالي او د صادراتو او وارداتو په برخو کې طراحي شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: «هڅه کوو له ډېرو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړو، په ځینو هېوادونو کې د سیاسي استازولیو کچه لوړه کړو، په هغو هېوادونو کې چې قونسلي خدمتونه لرو، اغېزناک یې کړو او په هغو ځایونو کې چې دا خدمتونه نشته، د هغه زمینه برابره کړو.»
په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې اړه داسې لیدلوری لري.
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار په دې اړه آفاق ته وایي: «پخوا هم همداسې څه مطرح وو او اوس هم داسې ده؛ د سیمې او شاوخوا هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې کمزوري ټکي پیدا کړي او له هغه په استفادې د افغانستان پر سرپرست حکومت فشار راوړي.»
په داسې حال کې، چې تر اوسه اسلامي امارت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی شوی، خو اسلامي امارت توانېدلی له ګاونډیو، اسلامي او د نړۍ نورو هېوادونو سره پراخ سیاسي تعاملات جوړ کړي.