آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې وروستی راپور د حقایقو تحریف او غیر مسلکي بللی دی. دغه وزارت وایي، چې د راستنېدونکو په اړه د ربړونې او له هغوی سره ناوړه چلند په اړه ادعاوې له شواهدو پرته د محدودو تجربو پر بنسټ مطرح شوې او په خبره یې، د امن په فضا کې د میلیونونه کډوالو راستنېدو هڅې، له پامه غورځول کي. بهرنیو چارو وزرات زیاتوي، چې د ریاست الورزا په امر، له حکومتي بنسټونو تشکیل شوي یوه ګډ کمیسیون دا راپور ارزولی او دې پایلې ته رسېدلي، چې ملګرو ملتونو پر منفي ټکو تمرکز او لاسته راوړنې یې له پامه غورځولې دي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «په یاد راپور کې په محدود ډول د ځینو مثبتو اقداماتو یادونه شوې خو په عمومي ډول راايستل کېدونکو مهاجرينو سره د مرستې پر ځای هڅه شوې له کلماتو سره د لوبې له لارې حقايق تحريف او د ذهنونو په مغشوشولو سره مهاجرين اندېښنمن کړي. راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال دا چې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن، باعزته او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، انعکاس نه دی ورکړل شوی. راپور ادعا کوي چې یوازې له ۴۹ کسانو سره مرکې یې د راپور بنسټ جوړ کړی حال دا چې په میلونونو افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.»
بهرنیو چارو وزارت وایي، چې تر ډېره راپور د غير معياري ميتودونو پر بنسټ يوازې پر منفي اړخونو متمرکز دی، او مثبت پرمختګونه پکې له پامه غورځول شوي او په خبره یې، د الفاظو په لوبولو کې د پېښو تصوير ډېر لوی ښودل شوی. د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې راپور کې پېښو ته ژبنی، سمتي او سياسي رنګ ورکړل شوی او د هيواد ځانګړی ديني او ټولنيز هويت او ارزښتونه په پام کې نه دي نیول شوي. د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، د موظف کمیسیون د غړو له لورې د یوناما د اړوند برخې مسوولین را غوښتل شوي او خبرداری ورکړی شوی، چې د دا ډول بې اساسه راپورونو تکرار په صورت کې به، اړین ګامونه اوچت کړي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وړاندې کاږي:«د صفر المظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د موظف کمیسیون د غړو له لورې د یوناما د اړوند برخې مسئولین راوغوښتل شول، او پورتني موارد په صراحت ور سره شريک شول او ټینګار وشو چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي او د يادو شويو علمي او مسلکي نيمګړتياوو د تصحيح په موخه عملي ګامونه واخلي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بېبنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.»
له دې سره سم، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د دا ډول راپورونو ارزونه او د کورنیو بنسټونو له لوري په مستند ډول ځواب ورکول، د یوه حکومت د مسوولیت پذیرۍ او شفافیت ښکارندویي کوي او په خبره یې، دا چاره کولی شي د کډوالو وضعیت په اړه یو رښتینی انځور وړاندې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سید جواد حسیني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «زه څو اونۍ وړاندې ایران سره نیمروز او هرات کې ګډو پولو ته لاړم، هلته له راستنېدونکو سره د اسلامي امارت د مسوولینو چلند ډېر نرم او مناسب و او خلک ترې خوښ وو. زه باوري یم، چې د افغانستان په کچه له راستنېدونکو سره سیستماتیک ناوړه چلند شتون نه لري، خو ښایي په انفرادي ډول له ځینو کسانو سره ناوړه چلند شوی وي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی توریالی ځاځی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «زما لپاره نه نړۍوال سیاست، نه د نړۍوالو ادعاوې او نه هم د یوناما په شمول د ملګرو ملتونو اعاوې راته د منلو دي. ځکه د بهرنیو هېوادونو په شتون کې بشري جنایتونه وشول، هغه مهال یوناما چیرته وه، اوس چې سراسري امنیت ټینګ دی او په پولو کې د راستنېدونکو هرکلی کېږي، نو باید د دوی ادعاوو ته ارزښت ورنه کړل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) او د دغه سازمان د بشر حقونو څانګې د زمري په لومړۍ نېټه، له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه راستنېدونکو افغانانو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو په اړه راپور خپور کړ. ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویلي وو، چې افغانستان ته په جبري توګه ځینې راستنېدونکي د اسلامي امارت له لوري شکنجه او نیول شوي او له هغوی سره ناوړه چلند شوی دی.