د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د یوناما له استازې سره ناسته کړې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې دغه وزارت کې یې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له استازي سره ناسته کړې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا، دغه ګډه ناسته د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د دايمي حل‌لارو موندلو د برخې له استازو سره شوې ده.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته د یاد وزارت د بیا مېشتېدنې رییس، شکرالله شاکر په مشرۍ او د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د دوامداره حل‌لارو د برخې لوړپوړې سلاکارې آغلې فرحانه ستاکر، په ګډون ترسره شوې ده. په دې ناسته کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د څلورو ښارګوټو د جوړولو په اړه د دواړو لورو ترمنځ بحث او خبرې شوې دي.
شکرالله شاکر په دې ناسته کې ویلي: (زموږ موخه بې‌ځایه شویو او بېرته راستانه شویو کورنیو ته خدمت او مرسته رسول دي او موږ به د دې ښارګوټو د جوړولو د پروسې په اړه په راتلونکو غونډو کې هوکړې ته ورسېږو.)
همداراز، د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د پالیسي او پلان رییس، محمودالحق احدي، ویلي چې د دې پروژې پیل به د کډوالو د ستونزو د حل او دایمي حل‌لارو موندلو لپاره یو مثبت ګام وي، او پر لا زیاتې همغږۍ یې ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې آغلې فرحانه ستاکر د دې ناستې موخه د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړول بللي او زیاته کړې یې ده: (زموږ اساسي موخه خلکو او مستحقینو ته مرسته رسول دي.)
نوموړې همداراز په دې ناسته کې وړاندیز کړی چې د دې پروګرام د لا ښه عملي کولو په پار دې راتلونکي کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره تخنیکي ناستې دوام ومومي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد