د کابل په چارو کې د نه لاس‌وهنې ډاډ؛ اسلام‌آباد د څه په لټه کې دی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌ډار د اتلانتیک شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې اسلام‌آباد د افغانستان په اړه هر ډول مثبت اقدام ته چمتو دی، خو د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نیت نه لري. هغه ډار زیاته کړې، چې پاکستان تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه یې لوړه کړې ده.

محمد اسحاق‌ډار د دې شورا په غونډه کې زیاته کړې: «موږ چمتو یو هر مثبت ګام اوچت کړو، د ګډو ګټو په رڼا کې تعامل وکړو؛ خو نه  غواړو د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو او همداراز له نورو هم ورته تمه لرو.»

ښاغلي ډار د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټینګار کړی، چې افغانستان کې ثبات د اسلام‌آباد لپاره حیاتي ارزښت لري. دغه پاکستاني لوړپوړي چارواکي همداراز له افغان چارواکو سره وروستۍ خبرې او د ټرانس- افغان پروژې د امکان سنجۍ مطالعاتو هوکړې لاسلیک کول، د باور جوړونې په برخه کې مهم ګام بللی دی.

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ویلي: «یو باثباته افغانستان زموږ د حیاتي ګټو لپاره مهم دی. موږ د سوله‌ییز، ټولشموله او بشپر حاکمیت لرونکي افغانستان غوښتونکي یو. د دې ترڅنګ، د افغانستان له خاورې ګواښ یو واقعیت دی او د پاکستان پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ شمېرل کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکارۍ، نه یوازې چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي، بلکې د سیمې له ثبات سره هم مرسته کولی شي. د سیاسي چارو شنونکي اسدالله ندیم د دغه پاکستاني چارواکي څرګندونو په اړه آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: «څرنګه چې افغانستان د پاکستان امنیت او ثبات ته ارزښت ورکوي، پاکستان ته د افغانستان امنیت او ثبات زیات ارزښت لري. په دې توګه داسې لیدل کېږي، چې دواړه لوري د ګډو ګټو په رڼا کې د یو بل په اړه معقول لیدلوري لري او ګام په ګام د اړیکو پیاوړتیا په حال کې دي. په ځانګړي دول په امنیتي او سوداګریزه برخه کې دا همکارۍ پیل شوې دي. دا بهیر د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې په ګټه دی.»

د سیاسي چارو بل شنونکی نثار احمد شیرزی بیا د اسحاق‌ډار د څرګندونو په اړه داسې لیدلوری لري: «د پاکستان بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې یوه ډیپلوماټیکه مسئله نه ده، بلکې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې د مداخلې سیاستونو دوام دی. پاکستاني حاکمان تل هڅې کوي، چې د افغانستان حکومت په دوی پورې تړلی واوسي او د افغانستان په کورني او بهرني سیاست کې مهم رول ولري. که څه هم هغوی په خپل هېواد کې ستونزې او ننګونې لري او نه دي توانېدلي هغه حل کړي، خو بیا هم غواړي، د افغانستان په ننګونو کې فعال واوسي، څو خپل نفوذ او حضور وساتي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې، کابل ته د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د سفر موخه، امنیتي اندېښنې وبللې او زیاته یې کړه، چې کابل په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد