آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان کې د سفارت په کچه د هند د ډیپلوماټیک ماموریت پیلېدل، مهم پرمختګ او د کال او نوي ډیلي ترمنځ د باور نښه بولي. هغه ټینګار کړی، چې هند په سیمه کې د اسلامي امارت لپاره یو له مهمو هېوادونو شمېرل کېږي.
ذبیحالله مجاهد په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «د هند او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو کچې لوړېدل یو غوره او مهم ګام دی. دواړه هېوادونه د باور او ډیپلوماټیک پرمختګ په یوه ښه پړاو کې قرار لري او د دواړو هېوادونو اړتیاوې هم زیاتې دي. افغانستان په اقتصادي، روغتیایي او لوړو زده کړو برخو کې هند ته زیاته اړتیا لري. هند هم د سیمې د یوه هېواد په توګه د اسلامي امارت لپاره زیات ارزښت لري او کولی شي په ډیپلوماټیکه کچه افغانستان سره د ګټو په ساتنه کې مرسته وکړي.»
تر دې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی و، چې کابل کې یې خپله استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړې ده. په دې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې دا پرېکړه افغانستان سره د پراختیایي چارو، بشري مرستو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو په برخو کې د نوي ډیلي د ژمنتیا ښکارندویي کوي.
د هند بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه راغلي: «د هند دولت افغانستان کې د خپلې تخنیکي استازولۍ ماموریت، د سفارت کچې ته لوړوي. دا پرېکړه افغانستان سره په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو تعاملاتو پراختیا لپاره د هند د راسخ عزم ښکاندویي کوي. کابل کې د هند سفارت د افغانستان په هر اړخیزه پراختیا کې، په ځانګړي ډول بشري مرستو او انساني ظرفیت لوړونې په برخو کې ونډه اخیستې او د افغانستان د خلکو له لومړیتوبونو سره سم به، دا چاره پراخه کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «په افغانستان کې د ځینو هېوادونو له خوا د سفارت تر کچې د ډيپلوماټيکو اړیکو لوړول، تر ډېره تکتیکي اړخ لري، نه سټراټیژیک. دا ګام لا هم د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د يوې رښتينې ديپلوماسۍ او بشپړ مشروعيت لرونکو اړیکو ځواب نشي کېدای. همداراز، پاکستان په دې برخه کې کینه لري او امکان شته چې نونوې سیالۍ هم رامنځته کړي.»
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، تمه ده دغه هېواد خپل استازی کابل ته د شارژدافیر په توګه را واستوي. له دې سره هممهاله، د دې راپورونو پر بنسټ، اسلامي امارت هم په پام کې لري د روان کال په نومبر میاشت کې دوه ډیپلوماټان نوي ډیلي ته واستوي.
د نړۍوالو چارو شنونکی بلال فاطمي بیا په دې اړه آفاق سره خبرو کې داسې لیدلوری لري: «هند سره اړیکې کېدای شي د اسلامي امارت لپاره د ډيپلوماسۍ، نړيوالو اړیکو او اقتصادي برخو کې ګټورې دي. که موږ له پاکستان سره په تضاد کې واوسو او پاکستان غبرګون وښيي، نو په دې حالت کې له هند سره همکاري خورا اړینه ده. کابل کې د هند د سفارت بيا پرانيستل یو ډېر مهم او اغېزناک ګام دی او کولی شي پر ټولو نړيوالو برخو او نړیوالو اړیکو ژور اغېز ولري.»
د نړۍوالو چارو بل شنونکی ولي فروزان آفاق خبري آژانس سره زیاتوي: «افغانستان تل له هند سره نږدې اړیکې لرلي دي، په ځانګړي ډول له کلتوري اړخه، خو کله چې پاکستان معادلې ته دننه شي، د هند سره د خپلې تاریخي دښمنۍ له امله، افغانستان مجبوره شي یا خو هند ته نږدې شي یا تر فشار لاندې راشي. په ټول تاریخ کې، هر څوک چې په افغانستان کې واک ته رسېدلی، له یوې مودې وروسته اړ شوي چې له هند سره خپلې طبیعي اړیکې محدودې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه هېواد ته د امیرخان متقي د رسمي سفر پر مهال، هغه سره په یوه ګډه غونډه کې اعلان وکړ، چې نوی ډیلی به کابل کې د خپل ماموریت کچه د سفارت سطحې ته لوړه کړي او زیاته کړې یې وه، چې هېواد یې هوډ لري افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
