آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره د سرپرست حکومت استازو د مسکو په کوربهتوب د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا منشیانو په دیارلسمه امنیتي غونډه کې ګډون کړی دی. که څه هم پخوا به دې ډول ناستو کې د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته د افغانستان په اړه څرګندونې کېدې او تل به د سیمې او نړۍ هېوادونو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له لوري د افغانستان امنیتي وضعیت او همداراز د ترهګرو ډلو شتون په اړه اندېښنې مطرح کېدې، خو دا ځل د تېرو ناستو برعکس د دې غونډې ګډونوالو له افغانستان سره په امنیتي برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی دی.
په دې غونډه کې د روسیې امنیت شورا عمومي منشي سرګئي شایګو ویلي، چې د ممنوعه ډلو له لیسته د اسلامي امارت د نامه له ځنډولو یې موخه د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پراختیا ده. ښاغلي شویګو په دې غونډه کې، چې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د ۱۳مې نړیوالې غونډې یوه برخه ده، ټینګار ټینګار کړی، چې دا پریکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخې همکارۍ لپاره لاره هواروي او کولی شي د روسیې او افغانستان ګډو امنیتي او اقتصادي ګټې تامین کړي.
د روسیې امنیت شورا عمومي منشي د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «د ۲۰۲۵ کال اپرېل میاشتې په ۱۷مه نېټه د روسیې سترې محکمې د ترهګریزو سازمانونو له لېسته د طالبانو نوم ځنډولو پرېکړه وکړه. موږ په دې باور یو، چې دا ګام به له کابل سره د نورو همکاریو لپاره لاره پرانیزي او د روسیې او افغانستان خلکو ته به ګټه ورسوي. همداراز موږ کولی شو له دې لارې د شانګهای همکاریو سازمان سره د افغانستان تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل وارزوو.»
واک ته د اسلامي امارت په راګرځېدو او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، روسیې او چین تر ډېره هڅه کړې، چې اسلامي امارت سره په سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې او ان تر دې چې دواړو هېوادونو له لومړیو ورځو په کابل کې خپل ډیپلوماټیک حضور فعال وساته او په مسکو او بېجېنګ کې یې هم د اسلامي امارت سفیران هم ومنل؛ خو په امنیتي برخه کې د مسکو وروستی ګام دا په ډاګه کوي، چې روسیه او چین اسلامي امارت سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره په امنیتي برخه کې هم د اړیکو پراخولو ته لېواله دي.
لکه څنګه چې د روسیې امنیت شورا منشي هم د مسکو په امنیتي غونډه کې په ډاګه کړې، چې د روسیې له ممنوعه لیست د اسلامي امارت نوم له ایستلو یې موخه افغانستان سره د امنیتي همکاریو پراختیا ده، نو له دې ښکاري، چې مسکو غواړي په امنیتي برخه کې افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې او له دې لارې د افغانستان له اړخه خپلو اندېښنو ته رسېدنه وکړي. روسیه چې د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول منځنۍ آسیا هېوادونو سره پراخې اړیکې او همکارۍ لري، هڅه کوي افغانستان سره په امنیتي برخه کې د همکاریو په پراخوالي سره له یوې خوا خپلو اندېښنو ته رسېدنه وکړي او له بلې خوا په سیمه کې د لوېدیځ (امریکا) د بیا نفوذ مخه ډپ کړي.
د سیاسي چارو شنونکي هم په دې باور دي، چې د روسیې له ممنوعه لیست د اسلامي امارت د نامه ځنډول او د مسکو په ۱۳مه غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته ګډون کولی شي د کابل او مسکو ترمنځ، پر سیاسي او اقتصادي همکاریو سربېره، امنیتي همکاریو پراختیا ته هم لاره هواره کړي. د دوی په خبره، دا پرېکړ په سیمه کې د لوېدیځو هېوادونو د نفوذ پر مخنیوي سربېره، له ګاونډیو هېوادونو سره د سرپرست حکومت تعامل ته هم لار هوارولی شي.
اسلامي امارت چې د نږدې څلورو کلونو واکمنۍ پر مهال د ټولو هېوادونو پرمخ د تعامل دروازې پرانیستې دي، په هره کورنۍ او بهرنۍ غونډه کې یې نړۍوالو ته د متوازن، اقتصاد محوره او بېپرې سیاست په چوکاټ کې د تعامل اعلان کړی دی او په ټینګار سره یې ویلي، چې سرپرست حکومت به هېڅکله د یوه هېواد د ګټو لپاره د بل هېواد پر وړاندې دریځ غوره نه کړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په ځلونو ویلي، چې افغانستان له تېرو پنځو لسیزو راهیسې جګړو ځپلی او نور به د زبرځواکونو د سیالیو قرباني نشي.
دا چې اسلامي امارت خپله بهرنۍ پالیسې متوازنه، اقتصاد محوره او د متقابل درناوي پر بنسټ اعلان کړې، نو له دې ښکاري، چې سرپرست حکومت هېڅکله نه غواړي چې د هېوادونو ترمنځ په ترینګلتیاوو کې ځان دخیل او د یوه لوري د ګټو په پار د بل لوري پر وړاندې ودرېږي، چې ښه بېلګه یې هم وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ په ترینګلیتاوو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بېپرې دریځ بللی شو. د دې ترڅنګ، سرپرست حکومت د امریکا په ګډون ټولې نړۍ ته د تعامل دروازې پرانیستې دي او ټینګار یې دا دی، چې د افغانستان خپلواکۍ او عرضي تمامیت ته د درناوي په رڼا کې، له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل ته چمتو او په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو برخو کې د اړیکو پراخولو ته ژمن دي.