د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پراختیا؛ د ا.ا سفیر سماً خپل باورلیک پوتین ته وسپاره

آفاق خبري آژانس؛ کابل: کرملین ماڼۍ پرون (پنجشبنه، مرغومې ۲۵مه) ولادیمیر پوتین ته د ۳۴ هېوادونو د سفیرانو باورلیکونو سپارلو مراسمو کوربه وه. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت سفیر هم خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ته وسپاره. ولادیمیر پوتین په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې روسیه د داسې یو متحد، خپلواک او باثباته افغانستان غوښتونکې ده چې له جګړې، ترهګریزو ګواښونو او مخدره توکو پاک وي.

ولادیمیر پوتین په دې مراسمو کې زیاته کړه: «موږ په رښتینې توګه لېواله یو چې افغانستان د یو متحد، خپلواک او سوله‌ییز هېواد په توګه ووینو؛ داسې هېواد چې له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک وي.»

د روسیې ولسمشر همداراز په دې مراسمو کې په ډاګه کړه چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) د ناظر هېواد په توګه د سیمې په امنیت کې مهم رول لري او مسکو چمتو دی چې له کابل سره خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پراخې کړي.
پوتین د خپلو خبرو په دوام وویل: «افغانستان د شانګهای همکاریو په سازمان کې د ناظر په توګه قرار لري. وروستیو کلونو کې د روسیې او افغانستان همکاریو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی؛ هغه څه چې تېر کال د روسیې له لوري د دغه هېواد د نويو چارواکو له رسمیت پېژندنې سره لا اسانه شول.»

د چارو شنونکي هم د روسیې ولسمشر ته د اسلامي امارت د سفیر باورلیک سپارل، د کابل او مسکو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د نوي پړاو پیل بولي؛ هغه پړاو چې کولی شي پر سیمه‌ییزو بدلونونو او د افغانستان پر نړیوالو مناسباتو اغېز ولري.

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت او نړۍ اړیکې؛ امریکا ولې تعامل ته نه را مخکې کېږي؟

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د افغانستان د سفیر باورلیک منل او د رسمي مکتوبونو تبادله، د دې ښکارندویي کوي چې روسیه د افغانستان د لا زیات ملاتړ لپاره چمتووالی لري. خو په عین حال کې، دا ګامونه د روسیې د خپلو ګټو لپاره هم دي، ځکه کولی شي د لوېدیځو هېوادونو سره د سیاسي سیالیو او ننګونو په چوکاټ کې اغېزناک تمام شي. همداراز دا تعاملات پر سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو اغېز کولی شي او ښایي ځینې نور هېوادونه هم له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.»

په دې مراسمو کې د اروپا، اسیا، افریقا، لاتیني امریکا او منځني ختیځ هېوادونو سفیرانو هم خپل باورلیکونه د روسیې ولسمشر ته وسپارل. دا د ۲۰۲۶ زیږدیز کال د باورلیکونو سپارلو لومړني رسمي مراسم وو. د یادونې وړ ده چې روسیې د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *