آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان د افغانستان پر وړاندې د خپلې توندې لجهې او خبرداريو په دوام سره دا ځل د یاد هیواد د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله ویلي چې د کابل له خوا هر ډول تیری کوونکی اقدام به د اسلام آباد له خوا له کلک او پرېکنده ځواب سره مخ شي.
د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د هڅو په لړ کې تر ایران وروسته دا ځل روسیې ویلي چې چمتو ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ چې د مسکو او نړیوالې ټولنې لپاره د سیمې ټيکاو اهمیت لري او د دواړو هېوادونو سرحدي ترینګلتیاوې کولی شي پراخ امنیت وګواښي.
ماریا زاخارووا زیاته کړه، د حل یوازینۍ لاره خبرې اترې دي او له اسلام آباد او کابله غواړي چې خپلې ستونزې له ترینګلو اقداماتو پرته د خبرو اترو د میز تر شا حل کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي:« موږ په کابل او اسلام آباد غږ کوو چې هر ډول شخړې په ځانګړي ډول له سیاسي – ډیپلوماتیکو او سوله ییزو لارو حل کړي. د روسیې فدراسیون تل چمتو دی چې د شخړې د ښکیلو خواوو په غوښتنه د سولې په رامنځته کولو کې خپله ونډه ولوبوي. موږ په دې برخه کې تجربه لرو او د دې لپاره په بشپړ ډول چمتو یو.»
په ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، چې د پاکستاني چارواکو خبرداري تر ډیره سیاسي او د امتیاز تر لاسه کولو بڼه لري او دا کار ترینګلتیاوې لا زیاتوي.
د دوی په وینا، د دغو اختلافاتو دوام د هیچا په ګټه نه دی او د ستونزو د حل یوازینۍ تلپاتې لاره خبرې اترې دي.
د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي وایي:« د پاکستاني چارواکو څرګندونې اکثره د امتیاز اخیستو لپاره وي. په سرحدونو کې تاوتریخوالی د دواړو خواوو په ګټه نه دی او احتمالي جګړه به یوازې زیانمنونکې وي او هیڅ ګټونکی به ونه لري. له همدې امله، له خبرو اترو پرته بله لاره نشته او دواړه خواوې باید خپل اختلافات او کړکیچونه یوازې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»
د یادونې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وو چې پر افغان خاوره د پاکستان وروستی برید په پاکستان کې د یوې ځانګړې پوځي کړۍ له لوري ترسره شوی.
ښاغلي مجاهد دغه راز د سیمې د بې ثباتۍ لپاره د بهرنیو لوبغاړو د دخالت احتمال هم یاد کړ او ټينګار یې وکړ چې اسلامي امارت هڅه کوي د دغو موخو مخه ونیسي.
