د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو حل هڅې؛ تهران راتلونکې میاشت یوه غونډه رابولي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د سیمې د هڅو پر دوام، د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، تهران تکل لري راتلونکې یوه میاشت کې د افغانستان، روسیې او چین هېوادونو په ګډون د افغانستان د وروستیو بدلونونو د ارزونې په اړه غونډه وکړي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب زاده ویلي، دا غونډه د کابل او اسلام آباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو جوړیږي او موخه یې له افغانستان سره مرسته، د سیمې د ټیکاو ساتنه او د ګدو سیمه ییزو لارو چارو رامنځته کول دي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران وروستیو کې د افغانستان او پاکستان په اړه اغیزناک ګامونه پورته کړي او هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ د رغنده خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق آفاق خبري آژانس ته وایي:«ایران د خپل سیاسي ځواک او نفوذ په پام کې نیولو سره، معمولا هڅه کوي چې د منځګړي رول ولوبوي او د دواړو خواوو له ښکاره ملاتړ څخه ډډه وکړي. دا هېواد هڅه کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ تفاهم رامنځته کړي او د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخه ونیسي او زه فکر کوم چې په دې برخه کې به ښې هڅې وکړي.»

تر دې وړاند هم د روسیې او ایران بهرنیو چارو وزارتونو په بیلابیلو خبرپاڼو کې لیکلي وو چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه ییزو مسایلو له هغې ډلې افغانستان او پاکستان د اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې عراقچي په دې خبرو اترو کې له ښکیلو هېوادونو سره د سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي:« دواړو خواوو د سیمه ییزو مسایلو له هغې ډلې افغانستان او پاکستان د اړیکو، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د مدیره پلاوي له غونډې څخه مخکې همغږي، د روسیې او ایران ترمنځ ستراتیژیکې ملګرتیااو د فلسطین او اسراییل د شخړې د حل په اړه خبرې وکړې.»

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي:«په دې خبرو اترو کې، زموږ د هیواد د بهرنیو چارو وزیر، د سیمه ییزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ایران نوښتونو او د سیمې له هیوادونو سره ډیپلوماتیکو مشورو ته په اشارې سره، د ټولو ښکیلو اړخونو په ګډون سره د دې پروسې د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.»

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي:«روسیه او ایران کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړي او ډیپلوماتیک رول ولوبوي ترڅو د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخه ونیسي او سیمه ییز ثبات وساتي. که چیرې تاوتریخوالی دوام ومومي، نو دا وضعیت کولی شي د کډوالۍ بحران، بشري زیان، د لویو سیمه ییزو پروژو د درولو او د اقتصادي پلانونو د پلي کولو مخه ونیسي.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو ځينې شنونکي وایي، د سیمې هېوادونه باید هڅه وکړي د فشار وسیلې په توګه له امنیتي پلمو د پاکستان او لویدیځ د ناوړه ګټنې مخه ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق زیاتوي:« د سیمې هېوادونه باید هڅه وکړي چې د امنیتي نومونو د ناوړه ګټنې د مخنیوي لپاره منطقي او عملي حل لاره وړاندې کړي؛ داسې حل لاره چې پاکستان یا لویدیځ هېوادونه د فشار راوستلو لپاره له امنیتي نومونو او پلمو څخه منع کړي. په دې برخه کې، د روسیې، چین او په ځانګړې توګه د ایران په څیر هېوادونو رول خورا رغنده کیدی شي.»

په وروستیو اوونیو کې، د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د سیمې هېوادونو هڅې په داسې حال کې زیاتې شوې چې په دوحه او استانبول کې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ درې پړاوه خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *