آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې سرپرست حکومت د پاکستان په کورنیو چارو کې هېڅ راز لاسوهنه نه ده کړې.
ښاغلی مجاهد آفاق خبري آژانس ته زیاتوي، چې د بلوڅ آزادي غوښتونکو او د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اړوند موضوعات او فعالیتونه افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او ټینګار کوي، چې پاکستان دې دا ډول موضوعات په خپله خاوره کې حل کړي.
د اسلامي امارت ویاند په دې اړه آفاق ته زیاته کړه: «کومه موضوع چې پاکستان کې رامنځته شوې، دوه اړخونه لري؛ یو د پاکستان بلوڅ آزادي غوښتونکي دي، چې د دغه هېواد له تاسیس شتون لري او افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او د پاکستان کورنۍ مسئله ده. بله موضوع د پاکستاني طالبانو ده، چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو جګړو ته ورګرخي، کله چې د افغانستان جګړې په تړاو د پاکستان لیدلوری بدل او د امریکا په ګټه تمام شو، خلک یې هم د هغوی په مقابل کې ودرېدل.»
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت له پاکستان سره سولهییزې اړیکې غواړي او د ترینګلتیاوو زیاتوالي ته هېڅ لېوالتیا نه لري.
ښاغلی مجاهد خبرداری ورکوي، چې په سیمه کې هر راز بېثباتي به د دواړو هېوادونو په زیان وي او په خبره یې افغانستان تل هڅه کوي، چې په سیمه کې ثبات او امنیت ټینګ وي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: «موږ په سیمه کې د آرامتیا غوښتونکي یو او د اسلامي امارت پالیسي هم همدا ده. دا موضوعات مو له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې هم په ښکاره ډول مطرح کړي او ورته ویلي مو دي، چې موږ په سیمه کې د امنیت غوښتونکي یو، که جګړه وي، موږ هم زیان وینو، ځکه په سیمه کې د نا امنۍ ملاتړ نه کوو.»
اوس پوښتنه دا ده، چې وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو ترینګلي کېدو لاملونه څه دي؟
د نړۍوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «د پاکستاني جنرالانو او امنیتي ځواکونو بې کفایتۍ ورځ تر بلې روښانه کېږي. دې چارې پر پاکستاني جنرالانو او امنیتي ځواکونو کورنی فشار زیات کړی او دوی له دې وضعیت د خلاصون په پار، د پړ په لټه کې دي او د دوی لپاره د ملامتیا غوره انتخاب د افغانستان خلک دي.»
د اسلامي امارت ویاند داسې مهال دا ډول څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول تورخم دروازه کې د رامنځته شویو ترینګلتیاوو په اړه خبرې کړې وې. له دې سفر وروسته، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د کابل او اسلام آباد ترمنځ پر دوامداره خبرو اترو ټینګار وکړ.