د کابل او اسلام آباد ترمنځ ترینګلتیاوې؛ ایران یې پر دوام اندېښنه څرګنده کړې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ځینې هېوادونو د چمتوالي له اعلان وروسته د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي یو ځل بیا په یوه خبري غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي له دواړو هېوادونو سره نږدې اړیکو ته په اشارې ټینګار وکړ چې په سرحدونو په ځانګړې توګه د ایران سرحدونو کې هر ډول نا امنۍ د یاد هېواد د ملي امنیت لپاره ډیرې زیان رسونکې دي.

بقايي د کابل او اسلام آباد ترمنځ د څلورو پړاونو خبرو اترو ته په اشارې سره زیاته کړه چې دا خبرې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او په وینا یې ایران د اسلامي امارت له چارواکو او دغه راز سیمه ییزو شریکانو سره په اړیکه کې دی څو د ستونزو د کمولو لپاره د حل لارې موندلو په موخه له شته ظرفیتونو ګټه پورته کړي.

د یران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي:«په چاپېریال کې امنیت او ثبات زموږ لپاره خورا مهم دي. افغانستان او پاکستان دواړه زموږ مسلمان ګاونډیان دي او موږ باور لرو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې هر ډول تاوتریخوالی د دواړو هېوادونو له پولو هاخوا پایلې لرلی شي.»

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ستونزو د حل ریښه یوازې مخامخ، او رڼې خبرې دي.

د دوی په وینا، د سیمې هېوادونو هیڅ منځګړی نه شي کولی په یوازې توګه د اختلافاتو غوټه پرانیزي، ترڅو چې دواړه لوري په پاک نیت د خبرو اترو میز ته کیني.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وایي:«د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ستونزې د بنسټیز حل لپاره، د افغانستان اوسني واکمنان او د پاکستان حکومت باید مستقیمې، شفافې او صادقانه خبرې اترې وکړي. ایران، سعودي عربستان، قطر یا استانبول په یوازې ځان نشي کولی د کابل او اسلام آباد ترمنځ اساسي ستونزې حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتوالی اعلان کړی وو.

ایراني چارواکو ویلي وو چې تهران هڅه کوي د خبرو اترو د درې اړخیز چوکاټ په جوړولو سره د ترینګلتیاوو د کمولو او اختلافاتو حل ته له سوله ییزې لارې زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *