د کابل او اسلام‌اباد ترینګلتیاوې؛ ایران او روسیه یې پر حل ټینګار کوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو او درې پړاوه خبرو اترو د بې پایلې کېدو په دوام، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په ټيلفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې عراقچي د سیمې هېوادونو ترمنځ دوامداره خبرې او همغږي د تاوتریخوالي له پراختیا د مخنیوي او ګډ امنیت د تضمین کیلي یاده کړې.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ایران له مسکو او د سیمې له نورو هېوادونو سره د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د ترینګلتیاوو له زیاتوالي د مخنیوي لپاره د منظمو سلا مشورو او حل لارو غوښتونکی دی.

بل لور ته، لاوروف هم د سیمه ییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل، مسکو چمتو دی د سولې او ټیکاو د پیاوړتیا لپاره له تهران او نورو هېوادونو سره همغږۍ ته دوام ورکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي:« د سیمې د هېوادونو ترمنځ دوامداره خبرې اترې او همغږي د تاوتریخوالي د خپریدو مخنیوي او د ګډ امنیت د ډاډمنولو لپاره خورا مهم دي.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم آفاق خبري آژانس ته وایي: « د پاکستان غیر معقولې غوښتنې هیڅکله د افغانستان حکومت نشي منلی. له همدې امله، زه فکر نه کوم چې حتا که په راتلونکي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې هم وشي، یوه محسوسه او دوامداره پایله به ترلاسه شي.»

تر دې وړاندې ایران ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان د لیوالتیا په صورت کې په سوله ییزه توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو کمولو لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی.

په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکي، د بحرانونو په کمولو کې د منځګړو هېوادونو رول اغیزناک ګڼي او ټینګار کوي چې سیمه ییزه همکاري کولی شي د ترینګلتیاوو د مدیریت لپاره غوره حل لارې برابرې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق داسې لیدلوری لري او زیاتوي چې: « د سیمې هېوادونو لپاره دا غوره ده چې د منځګړي رول ولوبوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي. پاکستان له کلونو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د افغان حکومت مخالفینو ملاتړ کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وایي: « که چیرې د سیمې هېوادونه لکه ایران، چین او روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو اترو کې اغیزناک او رغنده رول ولوبوي، نو ویلای شو چې دا پروسه کولی شي د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي تعامل لپاره لاره هواره کړي او مثبتې پایلې ولري.»

د ویلو ده چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې پړاوه خبرې تر اوسه بې پایلې پاتې دي او دا چاره پر سیاسي اړخ سربیره وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یوې سوداګریزې جګړې هم بدله شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *